د لاسرسي ځای

تازه خبر

ورک شوي کارکنان دې عدالت ته وړاندې کړل شي: اېم کیو اېم


د متحده قومي موومنټ مخکښ ډاکټر فاروق ستار ویلي چې د دوی د ګوند ورک کړل شوي کسان دې عدالت ته وړاندې کړل شي.

د پنجشنبې په ماښام په کراچۍ کې د خبري غونډې پر مهال ډاکټر فاروق ستار وویل ، د سپریم کورټ په ګډون دې لوی عدالتونه سیاسي کارکوونکو ته د انصاف په ورکړه کې خپل رول ولوبوي.

دا له هغه وروسته ده چې د متحده قومي موومنټ غړي افتاب احمد په کراچۍ کې د پاکستان د رېنجرز ځواک په ولکه کې مړ شو.

د نوموړي په طبي رپوټ کې ویل شوي چې پر هغه ډېر زیات تشدد شوی وو. رېنجرز ځواک د دې پېښې د پلټنو لپاره کمېټۍ جوړه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG