د لاسرسي ځای

‘له قبایلي سیمو د بې کوړه شوو خلکو ستنولو لړۍ به تېزوو’


د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا ویلي چې له قبایلي سیمو د بې کوره شوو خلکو ستنولو لړۍ به تېزوي.

نوموړي دا خبرې د پنجشنبې په ورځ ناوخته په پېښور کې د اپیکس کمېټۍ د پنځه څلوېښتمې غونډې پر مهال کړې دي.

په دې غونډه کي د امنیتي صورتحال ، پر نیشنل ایکشن پلان د عمل او بې کوره شوو قبایلي خلکو د ستنولو جاج اخیستل شوی دی.

په دې غونډه کې د خېبر پښتونخوا وزیراعلی پرویز خټک د پېښور کور کمانډر هدایت الرحمان اویو شمېر نور لوړپوړي چارواکي موجود وو.

XS
SM
MD
LG