د لاسرسي ځای

اسلام اباد: فاټا استادان خپل احتجاج پارلېمان ته غځوي


په اسلام آباد کې له تېرو اوولس ورځو پر احتجاج ناست د ټولو قبایلي سیمو استادان وايي، پر حکومت د خپل غږ اورېدو لپاره به د راتلونکې ګل په ورځ د پارلېمان مخې ته مظاهره کوي.

پر احتجاج ناست یوه استاد سلیم وزیر نن (جمعه) مشال رېډیو ته وویل چې په دغه لاریون کې په سېنېټ او قامي اسمبلۍ کې د فاټا پارلېماني غړي هم ګډون کوي.

دغه استادان چې د خپلو کاري دندو پرمختګ او ترقۍ لپاره غوښتنه کوي وايي، تر هغو به یې احتجاج روان وي، چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

له باجوړ ایجنسۍ د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدین خان وايي، په ۲۰۱۲م کال د فاټا استادانو درجې لوړولو او د دې لپاره د دوه اربو روپیو ورکولو خبره هم منل شوې وه خو استادان د نهه اربه روپیو غوښتنه کوي چې ډېرې زیاتې دي نو ځکه د دې مسلې د هوارو لپاره اوس یو کړنلاره جوړول پکار ده.

تر دې وړاندې هم دغو استادانو پروسږ کال په دیسېمبر میاشت کې د خپلو غوښتنو لپاره د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته احتجاج کړی وچې د حکومتي استازیو په ژمنو او لوظونو یې ختم کړی و.

XS
SM
MD
LG