د لاسرسي ځای

د پنجشنبې پر ورځ د خوست ولایت مشرتابه، ولایتي شورا، مدني فعالانو او قومي مشرانو د ولسمشر د دویم مرستال سرور دانش د هغو څرګندونو پر وړاندې جدي غبرګون وښود، چې غواړي لویې پکتیا ته د برښنا د غځونې مسیر بدل کړي.

دوی وویل، لویه پکتیا د افغانستان د جغرافیې یوه مهمه برخه ده او اوسیدونکي يې حق لري، چې د نورو افغانان په شان د برښنا له نعمت څخه برخمن شي.

د خوست ځايي ادارې او اوسیدونکي له هغه وروسته د ګډ غږ اوچتولو ته اړ شول، چې څو ورځې وړاندې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په ټېنګار غوښتنه وکړه، چې د برښنا مسیر دې د لويې پکتیا پر ځای د بامیانو ولایت ته تغیر وکړي.

خوست والي حکم خان حبیبي وویل، چې هېچا ته به د دې پروژې د کارونو د ټکني کیدو اجازه ورنکړي او کچیرې لدې امله ستونزه پیدا کیږي، مسوولیت به يې هغو کسانو ته متوجه وي، چې غواړي په لوی لاس د روانې او منظورې شوې پروژې کارونه ودروي.

حکم خان حبیبي وړاندې وايي:

((زموږ غږ د مرکزي دولت پر رهبرۍ باندې، ملي شورا باندې شخصاً په جناب معاون صیب دوهم باندې داده چې لویه پکتیا او خوست هم د افغانستان جغرافیه ده، بس ده چې په پنځلسو کلونو کې موږ نه وارداتي برښنا لرو او نه تولیدي برښنا لرو، نه غواړو چې یوه ورځ هم د دې لويې پروژې چارې ټکنۍ شي، غیر له هغې هر مسوولیت که راځي د هغه چا پر غاړه به وي، چې د یوې منظورې شوې پروژې پر وړاندې خنډونه اچوي.))

خوست والي وړاندې وویل، چې په یاد ولایت کې د پانګې اچونې لپاره ښه شرایط شته، خو د برښنا نشتون پدې سیمه کې صنعتي پرمختګ په ټپه درولی دی.

بل لوري ته د خوست ولایتي شورا رييس عبدالولي واحدزي هم په خپلو خبرو کې ګواښ وکړ، چې لويې پکتیا ته د وارداتي برښنا د مسیر د بدلولو د هڅې پر وړاندې به دا ولسونه په کلکه ودریږي:

((غواړمه د خوست د خلکو غږ او پیغام مرکزي حکومت په ځانګړي ډول دانش صیب، محقق او خلیلي ته ورورسوو، دا امکان ناپذیره ده چې د دوی د دې اقدام پر وړاندې دې د خوست ولسونه غلي پاتې شي، کچیرې د دې پروژې مسیر ته تغیر ورکړل شو، د خوست او لويې پکتیا ولسونه بیا ارام نه پاتې کیږي، کچیرې دا دروازه ماته شوه او دا ولس راويښ شو، دویم خط بیا په سنګ نوشته باندې ده، څوک دې بیا دا خوب نه ویني چې دا حکومت، دا نظام او یا دا هېواد دې ارام پاتې شي.))

د خوست یو تن مدني فعال نصیراحمد روښان هم دا ډول حرکتونه د ولسونو او قومونو تر منځ د نفاق اچولو یوه هڅه ګڼي.

نصیراحمد روښان وړاندې وايي:

((د ریاست جمهوري دویم معاون چې اوس د برښنا د مسیر د بدلولو غوښتنه کوي، چې له مخې به يې جنوبي ولایتونو ته برښنا ورکړل شي، د ده دا عمل د افغانستان په قومونو او ولسونو کې تر نفاق بله مانا نلري، ولسونه به په هېڅ قیمت ده ته د دې خبرې د عملي کولو اجازه ورنکړي، دلته ولسونه متحد دي او د جوب خیز زون ولسونه حق لري، چې د برښنا د ښایسته نعمت څخه برخمن شي.))

د یادونې وړ ده پدې وروستیو کې خوست ته د غځیدونکې برښنا د پروژې پر وړاندې د ځنو خنډونو په تړاو د خوست په ګډون د سویل ختیز زون په ولایتونو کې له خلکو سره انديښنې پیدا شوي دي.

که څه هم تر پکتیا ولایت پورې د برښنا د لویو پایو د کینولو او د مزو د اچولو کار په تکمیلیدو دی، خو ویل کیږي، کچیرې د پروژې مسیر بدل شي، نو څو کاله به دا پايې برېښنا ونلري.

XS
SM
MD
LG