د خيبر پښتونخوا ايبټ اباد پوليس وايي، د يوې نجلۍ سوځولو په تور یې د هغې د مور په ګډون څوارلس کسان نيولي دي.
پنځلس کلنه عنبرين څو ورځې وړاندې په نتيا ګلۍ کې سوځول شوې وه.
د ځايي پوليس يو مشر جميل د زيارت په ورځ مشال راډیو ته وويل، نجلۍ د ځايي جرګې د پرېکړي په رڼا کې سوځول شوې وه.
ده زياته کړه، پر عنبرين تور و چې د خوښې واده په غرض له کوره په تښتېدو کې يې د خپلې یوې ملګرې مرسته کړې وه.
د عنبرين سوځول شوی مړی څو ورځې وړاندې په يو موټر کې موندل شوی و.