د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسود: پر لوېدیځه لار بې له ولسي پاڅونه بله لار نه لرو


ډاکټر سيد عالم مسود ادعا کوي چې د پوهنتون مشر ورته ويلي، وفاقي وزیر احسن اقبال نه غواړي د ده په موجودګی کې غونډې ته ورشي. خو احسن اقبال دا تور ردوي

د چين ــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه د خيبر پښتونخوا د سياسي ګوندونو اتحاد”کوريډور فرنټ“ مشر ډاکټر سيد عالم مسود ادعا کوي چې د مرکزي وزير په غوښتنه یې د راهدارۍ په باب له جوړي شوې غونډې و ايستل شو.

غونډه د زيارت په ورځ د اسلاميه کالج پوهنتون رابللې وه چې پکې د پاکستان پلان جوړونې وزير احسن اقبال ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

ډاکټر سيد عالم مسود له مشال راډيو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې د پوهنتون وايس چانسلر ورته وويل چې احسن اقبال نه غواړي د ده په موجودګی کې غونډې ته ورشي.

د ده په وينا له دې وروسته له غونډې و ووت او پر دې مهال ځينو زدکوونکو احتجاج هم وکړ.

خو په غونډه کې موجود د مشال راډيو خبريال وايي، وروسته احسن اقبال غوڼده ته ورغلی او د ډاکټر سيد عالم مسود د نوم اخیستو پرته يې وويل، دا خبره غلطه ده چې د ده په غوښتنه يو څوک له غونډې ايستل شوی دی.

ډاکټر سيد عالم مسود د چين – پاکستان اقتصادي راهداری په لړ کې پر احسن اقبال او مرکزي حکومت تور لګوي چې دوی ټولي ګټې پنجاب ته وړې دي او لوېدیځې لار ته یوه ټکه پیسه هم نه ده ایښې. خو هغوي دا تورونه ردوي.

د ښاغلي مسود په خبره وفاقي وزیر احسن اقبال تل ادعا کوي چې هر څه سم روان دي، پر لوېدیځه لار (د پښتنو پر سیمه تېرېدونکې لار) ډېر کار روان دی. هر څه منظور شوي دي، دا دی پوره کېږي. خو داسې نه ده. بلکې دې لارې ته هېڅ پانګه ان یوه ټکه پیسه هم نه ځانګړې شوې. او کله چې زه دوی ته (احسن اقبال) نقشې وښیم، د دوی بجټ وښیم، د دوی د غونډې شېبه په شېبه پرېکړې وښیم نو هېڅ ځواب نشي راکولی. دوی یوازې د حکومت او وزارت په زور بیانونه چلوي او زموږ دریځ پر مېډیا نه راځي. او دې حالاتو ته په کتو موږ ته بله لار نه ده پاتې چې خپل ولس ته ولاړ شو، هغوی راپاڅوو. بټګرام او بیشام ته ولاړ شو. کرک او کوهاټ ته ولاړ شو، بنو او ډېره اسماعېل خان ته ولاړ شو. ژوب او کوټې ته ولاړ شو، خپل ولس او سیاسي ګوندونه خبر کړو. بې د ولس له راپاڅوولو بله لا نه شوه پاته.

XS
SM
MD
LG