د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پېښوره تر جلال اباده د اورګاډي پر پټلۍ کار پېلېږي


د ننګرهار چارواکو د چارشنبې په ورځ وویل چې له جلال اباده تر پېښوره د اورګاډي پټلۍ جوړېدو تړون یوې کپمنۍ ته وسپارل شو او په څو ورځو کې به د دې پروژې سروې چارې پېل شي.

د دې پروژې لګښت پاکستان په غاړه اخېستی دی او تمه ده چې سروی یې نژدې اته میاشتې وخت ونېسي.

د ننګرهار والي د چارشنبې په ورځ په جلال اباد کې د دې پټلۍ جوړېدو په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د سروې تر ترسره کېدو وروسته به سمدستي د پټلۍ جوړېدو کارونه شروع شي.

دا پټلۍ ۱۵۰ کیلومتره اوږده ده چې ۷۵ کیلومتره یې له ننګرهاره تیرېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG