د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا اصلاحاتي کميټۍ سفرونه او د ولس اميدونه


د فاټا اصلاحاتي کميټۍ سفرونه او د ولس اميدونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:56 0:00

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف له لورې د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز په مشری کې جوړې شوې فاټا اصلاحاتي کميټۍ غړيو په اوو کې د شپږو ايجنسيانو سفرونه بشپړ کړي دي. دوی له قبايلي مخورو او ځايي خلکو سره وليدل او د هغوي نظرونه او وړانديزونه يې راټول کړل. دا چې د کميټۍ سفرونه اوس نږدې په ختمېدو دي نو پوښتنه داده چې خلک د کميټۍ له کاره او شويو سفرونو څومره ډاډمن دي او دوی د راتلونکې په اړه څه تمه لري؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړو. ميلمانه د فاټا اصلاحاتو په اړه د سياسي ګوندونو اتحاد مشر اخوندزاده چټان، د فاټا لايرز فورم مشر اعجاز مومند او د وزيرستان امن جرګې مشر ملک خان مرجان دي. د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.

XS
SM
MD
LG