د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘د افغان ځواکونو شپه مهال عملیات ګټور دي’


د افغانستان دفاع وزارت وايي،د شپې له خوا د ملي اردو عملیات بریالي دي او د دښمن په ځپلو او د امنیت په ټینګښت کې ډېر ګټور دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش مشال راډیو ته وویل چې له اړتیا سره سم هر شپه په ټول هېواد کې له پنځو تر لسو شپني عملیات ترسره کېږي.

رادمنش زیاته کړه، افغان ځواکونه توانېدلي چې په شپنیو عملیاتو سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې وسله والو مخالفانو سخت زیانونه واړوي.

یو شمېر ولسي وګړي هم د شپې له خوا د افغان ځواکونو عملیات ګټور بولي، خو ټینګار کوي چې دا عملیات باید زیات شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG