د لاسرسي ځای

ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ کانديدېدو ته نژدې شوی دی


د امريکا په انډيانا ایالت کې د خپل اصلي سيال خلاف د مهمې بريا وروسته، ډونلډ ټرمپ د ريپبليکن ګوند له خوا ولسمشرۍ لپاره کانديدېدو ته نيزدی شوی دی.

د هغه تر ټولو نيزدي سيال سينيټر ټيډ کروز چې تمه کېده په انډيانا کې به یې وګټي، دغلته تر بايلات وروسته، ولسمشرۍ ته د کانديدېدو له سيالۍ ووت.

د کروز تر وتلو وروسته، د ريپبليکن ګوند چيرمين ريينس پرييبس په خپله ټويټر پاڼه ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره د ريپبليکن متوقع کانديد ياد کړ. هغه د خپل ګوند له ټولو غړو غوښتنه کړې چې هيلري کلنټن ته د شکست ورکولو په خاطر د پام زياتولو لپاره سره يو شي.

بلخوا که څه هم د ډيموکرات ګوند هيلري کلنټن له خپل سيال برني سينډرز څخه په انډيانا کې ماتې وخوړه خو دا تقريبا يقيني ده چې نوموړې به د ولسمشرۍ لپاره د خپل ګوند کانديده وي.

نوموړې د جولايي په مياشت کې کېدونکې د ډيموکراټ ګوند د رسمي کانديد د اعلان تر غونډې لا وار دمخه هغه ۹۲ فیصده استازي د ځان سره لري چې د ولسمشرۍ لپاره کانديدېدو ته ضروري دي.

XS
SM
MD
LG