د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘په شام کې جنګ بندۍ معاهده کېدلی شي’


د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري هيله ښودلې چې په شام کې د تشدد زياتېدو سربېره هم پر جنګ بندۍ معاهده کېدلی شي.

د سېشنبې په ورځ په جينيوا کې د خبرو پر مهال جان کېري د شام ولسمشر بشارالاسد ته خبرداری ورکړ چې که د اوربند پر موافقې ولاړ پاتې نه شو نو ناوړې پايلې به ولري.

په حلب ښار او خوا شا سيمو کې جګړو د شامي حکومت او منځلارو ياغيانو ترمنځ شوی دوه مياشتنی نازک اوربند نېزدې مات کړی دی.

کېري په حلب کې پر یوه روغتون د ميزايلو هغه حمله وغندله چې د نوموړي په خبره په ظاهره د ياغيانو له سيمې توغول شوي دي.

د سېشنبې په ورځ په حلب لږ تر لږه شل کسان هغه وخت ووژل شول چې راکټونه د حکومت تر کنټرول لاندې سيمه کې په يو زيږنتون ولګېدل.

کېري ويلي چې د ولسي وګړو خلاف که د هرې غاړې تشدد کېږي نو واشنګټن ته د منلو وړ نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG