د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د مطبوعاتو نړيواله ورځ ولمانځل شوه


په ننګرهار کې هم د افغانستان د يو شمېر نورو ولايتونو په څېر د مطبوعاتې نړيواله ورځ ونمانځل شوه چې ویناووالو په کې هغو ځوانانو ژورنالستانو ته سپارښتنې وکړې چې عملاً په رسنيو کې کار کوي..

د مۍ دريمه چې د مطبوعاتو د نړيوالۍ ورخې سره برابره وه، د سیشنبې په ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې په جلال اباد کې هم ونمانځل شوه چې د ژورناليزم د ډګر استادانو په کې ويناوې واورولې.

دغه غونډه چې د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د افغان پوهياليو بنسټ يې تابيا نيولې وه چې په لسګونو ځوانو ښځينه او نارينه ژورنالستانو په کې برخه اخيستې وه.

د یاد بنسټ مشر او د ننګرهارپوهنتون استاد ميرویس شينواري مشال راډيو سره د دغې ورځې په مناسبپه خبرو کې وویل:

(( موږ ګورو چې په افغانستان کې ژورنالستان خپله وظيفه او دندې په ښه شان سره سر ته نه رسوي. د شخصي مقاصدو لپاره دلته هڅې کيږي، کږمه لايحه چې ورکړل شوې په هغې باندې کار نه کوي، د ژورناليزم له اخلاقو خبر نه دي، هغه ځوانان چې دې فیلډ ته داخليږي، باید هغوی په دې پوه شي چې ژورناليزم د ايماندارۍ وظيفه ده، هغوی بايد په دې معیارونو ځانونه برابر کړي او بيا د ژورناليزم ډګر ته راووځي.))

د ننګرهار پوهنتون رييس استاد ببرک میاخيل وايي چې صحافت يوه سپېڅلې دنده ده، خبريالانو ته په کار دي چې دغه رسالت په ايماندارۍ سر ته ورسوي.

(( ژورناليزم ته موږ صحافت وايو او صحافت د صحېفې نه اخيستل شوې چې په پېغمبرانو نازل شوې وې. په هغو صحيفو کې د ملت لپاره يانې د انسانانو لپاره ډېر لوی پېغامونه وو. ژورنالست هم بايد ټول دغسې يو ډېر ريښتيني پيغام ولس ته ولري، ټول په حقيقتونو بنا وي. ژورناليزم د چا شخصیت نه غندي، خو ټول هغه اعمال چې نادرست وي، د غندلو وړ يې بولي.))

د ننګرهار د پوهنې رياست مرستيال محمد اصف شینواري چې له اوږدو کلونو راهيسې د ژورناليزم په ډګر کې فعاله ونده لري، وايي، هغه خبريالان چې نوي د ژورناليزم ډګر ته راغلي، هغوی ته په کار دي چې د مشرانو خبريالانو سپارښتنو ته پام واړوي.

(( هغوی چې نوی يې دې ډګر کې پل ايښی دی، يوه غوښتنه مې ترې دا ده چې د مشرانو خبريالانو سپارښتنو ته پاملرنه وکړي. له هغو نه يې زده کړي، د خپل شخصيت د غوړېدو لپاره د خپل شخصيت د پرمختګ لپاره او په ټولنه کې ځانته د ځای موندلو لپاره د دوی د تجربو او لاسته راوړنو نه استفاده وکاندي. ))

د مۍ دريمه يا د مطبوعاتو نړیواله ورځ په لومړي ځل په ۱۹۹۱ میلادي کال د يونسکو د کنفرانس له لارې رسماً اعلان شوه او په ۱۹۹۳ ميلادي د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع له خوا تصویب شوه او له همغې ورځې راپه دېخوا هر کال د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کې د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې په نوم نمانځل کيږي.

XS
SM
MD
LG