د لاسرسي ځای

نن سهار د کوټې قاسم لاین له شرقي بای پاس سره نزدې د پولیس پر یوه ګاړي له بمي چاودنې پنځه پولیس سرتېري ژوبل شوي دي چې پکې د ځینو حالت نازک ښودل شوی دی.

د پاکستان سرکاري ټي وي د راپور له مخې پېښه هله وشوه چې د پولیس یو ګاړی په سیمه کې پر ګشت و. د ټي وي خبر وايي، دا یوه ریمورټ کنټرول چاودنه وه.

د پاکستان صدر او وزیر اعظم د چاودنې غندنه کړې. بل خوا د دې پېښې ذمه واري د تحریک طالبان پاکستان شهریار ډلې اخستې ده.

XS
SM
MD
LG