د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان د امریکا مستعمره نه ده'


پاکستان د امریکا ولسمشرۍ لپاره پر مخکښ جمهوريپال (جمهوري غوښتونکي) کاندید ډونالډ ټرمپ د’ناپوه‘ تور ولګاوه چې له سي ای اې سره په ۲۰۱۱م کال د اسامه بن لادن په لټون کې د مرسته کوونکي بندي ډاکټر د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

نهه شپیته کلن ارب پتي ډونالډ ټرمپ چې د امریکا ولسمشرۍ څوکۍ لپاره له مخکښو جمهوريپالو کاندیدانو څخه دی، په دا وروستیو کې د فاکس نیوز تېلیویژني شبکې ته وویل، که ولسمشر وټاکل شي، په”دوه دقیقو“ کې به له پاکستانه ډاکټر شکیل اپرېدی خوشی کړي، ځکه چې اسلام اباد له امریکا زښته ډیرې مرستې ترلاسه کوي.

ټرمپ ویلي، که ولسمشر شي، پاکستان به ډاکټر شکیل افریدي خوشې کړي
ټرمپ ویلي، که ولسمشر شي، پاکستان به ډاکټر شکیل افریدي خوشې کړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار احمد خان د دوشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل:

"د ښاغلي ټرمپ د ناسمپوهاوي سرچپه، پاکستان د امریکا مستعمره نه ده."

ښاغلي احمد د مې میاشتې په دویمه نېټه له غوسې ډکه غبرګون کې وویل.”دی باید خپلواک هېوادونو سره د درناوي چلند زده کړي. “

چودري نثار وویل، له ۲۰۰۱م کال راهیسې چې د امریکا متحده ایالاتو دا د مونګپليو هومره ده۱۳ میلیارد (ارب) ډالره مرسته کړې، نو دا دې پر پاکستان د یوې دړکې او ګواښ په څېر نه کاروي چې هېواد به یې د ښاغلي ټرمپ د یوه ناسم لرلید لرونکې بهرنۍ تګلاره خپله کړي.

په دې بیان کې راغلي دي:

"د ډاکتر اپرېدي برخلیک به د پاکستان عدالت او د پاکستان حکومت ټاکي، نه ډونالډ ټرمپ ان که د امریکا ولسمشر هم شي."

د څرګندونو اوسنۍ ټکر د ۲۰۰۱ کال په یولسم سیپټېمبر په امریکا کې د ترهګرو بریدونو د لوی سرغنه بن لادن پنځم تلین په ترڅ کې رامنځ ته شوی چې د پاکستان په اېبټ آباد ښار کې په یوه پټ امریکايي یرغل کې وژل شوی و.

واشنګټن ډاکټر شکیل اپرېدي ته د یو اتل په سترګه ګوري خو پاکستان نوموړی په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د لشکر اسلام د وسله والې ډلې سره د اړیکو په تور ۳۳ کاله زانداني کړ. ډاکتر اپرېدیدا تور ردوي.

واشنګټن ډاکټر شکیل اپرېدي ته د یو اتل په سترګه ګوري
واشنګټن ډاکټر شکیل اپرېدي ته د یو اتل په سترګه ګوري

دا حکم وروسته لغوه شوه او دا مهال ډاکتر شکیل اپرېدید یو ناروغ د وژنې په تور د عدالتي کاروايي په تمه دی.

د پاکستان او ډاکټر اپرېدي په اړه د امریکا ولسمشرۍ د څوکۍ په مقدماتي انتخاباتو جمهوريپال کاندید ډونالډ ټرمپ ویلي:

"زه به دوی ته ووایم چې هغه خوشې کړئ او زه ډاډه یم چې دوی به یې خوشې کړي. ځکه موږ پاکستان ته ډیره مرسته ورکوو."

ډاکټر شکیل اپرېديهمدا رنګه په پاکستان کې د واکسینو د یوه جعلي کمپاین په کولو هم تورن دی چې په ترڅ کې یې نوموړې ظاهراً د ډي.اېن.اې هغه نمونې راټولې کړي چې د امریکا له مرکزي استخباراتي ادارې سره یې د اسامه بن لادن په نښه کولو کې مرسته کړې.

د فاکس نیوز سره په مرکه کې ډونالډ ټرمپ ویلي، د دې پرځای چې لس زره امریکايي سرتیري د ۲۰۱۷ میلادي کال په پای کې له افغانستانه وایستل شي، نوموړی یې په دې هېواد کې د پاتې کیدو د دوام ملاتړ کوي.

ښاغلی ټرمپ وايي:

"زه به په افغانستان کې پاتې شم. دا ښايي په منځني ختیځ کې یوازینی ځای واوسي چې موږ باید ورغلی وی. ځکه دا له پاکستان سره چې اټمي وسله لري ګاونډي او په څنګ کې پروت دی."

XS
SM
MD
LG