د لاسرسي ځای

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په زابل ولایت کې یو طالب قوماندان له شپږو ملګرو سره وژل شوی دی.

له دغه وزارته نن( سېشنبه) په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې طالب قوماندان احمد اغا نومېده چې په میزان ولسوالۍ کی د ملي پولیسو په عملیاتو کې وژل شوي.

په اعلامیه کې یادونه شوې چې په دغو عملیاتو کې څلور وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي.

تراوسه اوسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG