د لاسرسي ځای

تازه خبر

مزدروانو خپله جهاني ورځ په احتجاج ولمانځله


مزدروانو خپله جهاني ورځ په احتجاج ولمانځله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:42 0:00

که څه هم د مې لومړۍ نېټه د مزدرانو جهاني ورځ ده خو په کراچۍ کې د قاسم بندر کارکوونکیو په دغه ورځ د خپل يو ملګري جنازه پورته کړه چې څو ورځې وړاندې په احتجاجي ناسته کې د ډېرې ګرمۍ له کبله بې هوشه شوی وو او بيا يې په روغتون کې ساه ورکړه. دغه مزدوران له تېرو ۲۱ ورځو راهسې د خپلو حقونو لپاره پر احتجاحي ناسته دي او وايي چې ترڅو یې چارواکي د مزدورۍ ځايونو شخصي کولو پرېکړه بېرته وانخلي ترهغو به احتجاج روان وي. خو د بندر او بارولو (پورټ اېنډ شیپینګ) مرکزي وزير کامران مايکل دغه خواريکښو ته د مې مياشتې تر پينځمې نېټې وخت ورکړی چې پر یوه وروستۍ پرېکړه به خبرې کوي. له کراچۍ د محمدعمران ویډيو راپور

XS
SM
MD
LG