د لاسرسي ځای

د پېښور تاکال کې بیګا شپه ناوخته په یوه مدرسه کې پر یوه غونډه د ناڅرګندو وسله والو په لاسيبم برید کې لږ تر لږه شپاړلس کسان ژوبل شوي دي، چې څلور پکې ماشومان هم شامل دي.

د پېښور کېنټ پولیس مشر سیف الله مشال را‌ډیو ته وویل چې بیګا شپه د بره تاکال په یو مدرسه کې یوه مذهبي غونډه روانه وه چې پکې د یو مشر دیني عالم له وینا پس ډوډۍ خوړل کېدله چې ناڅرګندو وسله والو پرې لاسيبم وغورځاوه. دی زیاتوي چې په برید کې د څلور ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶ کسان ژوبل شوي دي.

(په دغه مدرسه کې چې کله مشر مېلمه ابو اکاشه تقریر وکړو، ډوډۍ یې وخوړه او هغه ولاړه نو ورستو د کلي خلک ډوډوۍ ته ناست ول چې دغه وخت برید وشو او کسان پکې ژوبل شول. له بیګا راهیسې پلټنې روانې دي او د ککړو کسانو نیولو لپاره هم چاپې پیل شوې دي او ډېر ژر به په پېښه کې ککړ کسان ونیول شي.)

د پېښې ژوبل کسان د پېښور خېبر ټیچینګ روغتون ته وړل شوي دي. د روغتون ویاند فرهاد وايي چې ټول ژوبل کسان له خطرې بهر دي او دا وخت یوولس کسان لا هم تر درملنې لاندې دي.

د پام وړه ده چې د یادې پیښې ذمه واري لا تر اوسه یې هېڅ یوې ډلې نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG