عراقي احتجاجیانو د خپلو سیاسي غوښتنو جاري کولوپس د بغداد له ټینګې امنیتي 'زرغونې سیمې' یا 'ګرین زونه' وتلي دي خو هوډ یې کړی دی چې پر سیاسي مشرتابه د فشار پرځای ساتلو لپاره به بیا ورځي.
پرون د اتوار په ورځ په سلګونو مظاهره چیان له یادې سیمې له هغه وروسته ووتل چې سمبالوونکیو یې ورته د احتجاج ختمولو وویل. د اپرېل په دېرشمه دغه مظاهرین په ګرین زون کې له امنیتي بندیزونو تېر شول او پر پارلیمان او پارلیماني غړیو یې د برید هڅه وکړه.
دا مظاهره چیان چې زیاتره یې د شییعه ملا مقتدا الصدر پلویان دي له هغه وروسته خورېدل پیل کړل چې د سمبالوونکیو د ویاند لخوا ورته په ټېليويژني وینا کې وویل شول، که غوښتنې یې ونه منل شوې نو دوی به د ولسي (سیویل) نافرمانۍ پشمول ټولې جایزې وسیلې وکاروي.
پرون د اتوار په ورځ تر د دې وړاندې عراقي وزیراعظم حیدر العبادي چارواکو ته امر وکړ چې مظاهره چیان دې ونیسي او عدالت ته دې یې وړاندی کړي.
په ګرین زون کې حکومتي دفترونه او د بهرنيو هېوادنو سفارتخانې دي.