د لاسرسي ځای

د شام په حلب کې د تشدد ودرولو لپاره هڅې ګړندۍ شوې


سویټزرلېنډ: د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري له خپل اردني سیاسل نصر یودا سره ولیدل

سویټزرلېنډ: د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري له خپل اردني سیاسل نصر یودا سره ولیدل

د امریکا بهرنو چارو وزیر جان کېري پرون اتوار ورځ په جنیوا کې خپلې سفارتي هلې ځلې په داسې حال کې تندې کړې چې نړیوال قوتونه د شام په حلب صوبه کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي بندولو لپاره هڅې کوي.

ښاغلی کېري له خپلو عرب سیالانو او د شام لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفېن ډي مېستورا سره د خبرو لپاره جنیوا ته ورسېد او هلته یې وویل چې هېواد یې په دې لړ کې د ماسکو همکاري ترلاسه کول غواړي.

جنیوا ته تر رسیدلو لږ وخت پس د اردن خارجه چارو له وزیر نصر یودا سره له لیدو وروسته جان کېري وویل تمه کېږي چې په دې لړ کې دوی یو څه پرمختګ کولی شي. ښاغلي کېري وویل چې دا ډېر نازک وخت دی او دوی غواړي چې روسیه ورسره په دې معامله کې همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړه دوی په واضحه توګه غواړي چې د شام رژیم د روسیې خبره واوري او جواب ورته ووايي.

بلخوا د اپرېل په دېرشمه نېټه روس وویل دوی به د شام صدر بشارلاسد په حلب صوبه کې د هوايي بمبارۍ په بندولو نه مجبوروي ځکه چې دغه بمباري جهادي ډلې په نښه کوي، چې د تېرې فیبرورۍ میاشتې د ډزبندۍ تړون برخه نه دي.

XS
SM
MD
LG