د لاسرسي ځای

تازه خبر

'داعش به امریکا ته تر ډېرې مودې یو ننګونه وي'


د امریکايي استخباراتي اداری سي آي اې مشر جان برېنن وايي
د امریکايي استخباراتي اداری سي آي اې مشر جان برېنن وايي

د امریکا استخباراتي ادارې سي ای اې مشر وايي د اسلامي دولت وسله واله ډله (داعش) به یې د هېواد پروړاندې تر ډېرې مودې یوه ننګونه وي.

جان برېنن دا څرګندونې د القاعده پخواني مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو پنځم تلین په مناسبت په خپله وینا کې وکړې.

جان برېنن پرون د اتوار ورځ له این بي سي ټېليويژن سره په خبرو کې وویل د داعش مشر ختمول به دغه سختدریځه ډلې ته په ماتې ورکولو کې یو مهمه ونډه ولري. ابوبکر البغدادي، چې د دې ډلې مشر دی د د ځایځایګي په اړه یې مالومات نشته.

ابوبکر البغدادي
ابوبکر البغدادي

جان برېنن وویل البغدادي ډېر مهم دی او دا چې امریکا به داعش تباه کوي. نوموړي زیاته کړه د داعش مشران چې وسله والو ته د بوږنوونکيو بریدونو لارښوونه کوي امریکا ته یې ختمول پکار دي.

په ۲۰۱۱م کال کې د مې په دویمه په پاکستان کې امریکايي ځانګړي ځواکونو اسامه بن لادن وژلی و.

جان برېنن دا راز وویل چې هېواد یې د القاعده زیاتره برخه تباه کړې خو دا ډله په مکمله توګه ختمه شوې نه ده نو ځکه اوس هم د دوی لخوا د ممکنه کاروايي په اړه نظر ساتل کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG