د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسي جرګه دې د افغان ټاکنیزو اصلاحاتو فرمان عملي کړي


د افغان ولسمشردوهم مرستیال له ولسي جرګې غوښتي چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر قانوني فرمان ژرترژره عملي کړي.

حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر اشرف غني قانوني فرمان دوه اونۍ مخکې له یولړ بدلونونو وروسته د پارلیماني چارو د وزارت له لارې ملي شورا ته واستوه.

د ولسمشر دوهم مرستیال محمدسروردانش پرون د پارلماني چارو وزارت د نوې ودانۍ د پرانیستو غونډې ته په وینا کې وویل چې حکومت خپله ذمه واري ترسره کړی او اوس به ملي شورا خپله ذمه واري پوره کوي.

ښاغلي دانش وویل، چې حکومت د پارلیماني او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو هوډ کړی او ځکه یې انتخاباتي اصلاحاتو ته په خپلو ترجیحاتو کې لومړیتوب ورکړی.

د افغانستان حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو انتخابات به د راروانې میاشتې په وروستیو کې ترسره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG