د لاسرسي ځای

تازه خبر

'فاټا له خېبر پښتونخوا سره ګډول غواړو'


د شمالي او جنوبي وزیرستان د یو شمېر قبیلو مشرانو یو وار بیا د حکومت نه غوښتنه کړی ده چې فاټا دې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شامله کړی شي.

دې لړ کې پرون په ډېره اسماعیل خان کې یوه غونډه وشوه چې پکې د محسودو، وزیرو، سلیمانخیلو، شیرانو او بیټنو قبایلي مشرانو ترڅنګه د سیاسي ګوندونو استازو او قبایلي ځوانانو ګډون کړی وو.

یاده دی وي چې په دې ورستیو کې د فاټا د آییني او قانوني حثیت د بدلون او اصلاحاتو لپاره د وزیراعظم لخوا ټاکل شوی کمیټۍ د بیلا بیلو قبایلي سیمو سفرونه وکړل او ډېر زر به خپلی سپارښتنې حکومت ته وړاندی کړي. بلخوا د دې سیمو ځینې خلک د فاټا له خېبر پښتونخوا سره د شاملولو مخالفت کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG