د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عربي هیوادونو کې د پښتنو مزدورانو حالت


د مردورانو یو پخوانی عکس
د مردورانو یو پخوانی عکس

د مۍ مياشتې لومړۍ نېټه د نړۍ په شاوخوا ۹۰ هېوادونو کې د مزدروانو د ورځې په توګه نمانځل کيږي. د دې ورځې د نمانځلو هدف د حکومتونو او شرکتونو پام د مزدورانو د خير ښېګڼې چارو پلو ګرځول دي.

پراګ: د مۍ مياشتې لومړۍ نېټه د نړۍ په شاوخوا ۹۰ هېوادونو کې د مزدروانو د ورځې په توګه نمانځل کيږي. د دې ورځې د نمانځلو هدف د حکومتونو او شرکتونو پام د مزدورانو د خير ښېګڼې چارو پلو ګرځول دي.

له هغه راهيسې چې يو شمېر عربي هېوادونه د ترقۍ پر لور رهي شوي، يو د پام وړ شمېر پښتنو په دغو هېوادونو کې اړولې او ډول ډول مزدورۍ پکې کوي.

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د صوابۍ زېدې کلي يو مزدور عادل خان وايي، دی خوښ دی چې په دغه هېواد کې د کار زمينه ورته برابر شوې او دا چې هم له دغه لارې په وطن کې د خپلې کورنۍ پالنه کوي.

عادل زياتوي، کمپنۍ ورته د استوګنې لپاره ځای ورکړی او د علاج معالجې غم يې هم کوي.

ده وویل ،متحده عربي اماراتو ته په ۲۰۰۶ م کال کې راغلی وم. هغه وخت ليبر وم، او اوس مې الحمدلله لايسنس اخيستی دی او له يوې کمپنۍ سره ډرايوري کوم. ډېر ښه کار مې دی، شکر دی. کفيل مې هندی دی او ډېر ښه سړی دی. له کمپنۍ سره مې ځان بيمه کړی دی، که ناروغه شم نو هر څه کمپني راته کوي. دوه کال پس دوه مياشتې رخصتي راته ملاويږي، ټکټ او د يوې مياشتې تنخواه هم ورسره راکوي. د استوګنې ځای يې هم په يو کيمپ کې راته برابر کړی، په يوه کوټه کې څلور پينځه کسان اوسيږو.

هم په دوبۍ کې مېشت يو ټولنيز فعال نظار يوسفزی وايي چې متحده عرب اماراتو ته لکونه پښتانه ورغلي، خو ډېری يې د لاس او پښو مزدورۍ کوي. د ده په خبره، عربي اماراتو ته د مساپر شويو پښتنو غټه هڅه دا وي چې ډرايونګ لايسنس تر لاسه او هم د ګاډي چلولو له لارې ځانته مزدوري پيدا کړي.

نظار يوسفزي وویل ، په متحده عرب اماراتو کې شپږ لاکه پښتانه ژوند کوي. په سلو کې دوه درې کسانه به داسې وۍ چې په دفترونو کې به کار کوي، دا نور ټول پښتانه خواري کښ او مزدورکار خلک دی. له دوی څخه زيات يې ډريوران دي، په غريبۍ کې يې ځانته خپل ګاډي برابر کړي دي. اوس دا نوي تعليم يافته پښتانه چې دلته راځي، نو موږ ګورو چې په دفترونو کې ورته کارونه ملاويږي. په اسان حساب به درته ووايم، په دوبۍ کې زموږ د شاه منصور کلي ۱۵۰۰ کسان دي، زه نه ګڼم چې له دوی څخه دې پنځوس هم په دفتر کې کار کوي، ټول د لاس او پښو مزدورۍ کوي.

نظار يوسفزی زياتوي، د متحده عربي اماراتو حکومت هغلته کار کوونکي شرکتونه مکلف کړي چې خپلو کارمندانو ته د استوګنې او روغتيا اسانتياوې برابر کړي.

نوموړي وویل ، د دې ځای کمپنۍ خو د اروپا له هغو سره نه شو پرتله کولی. خو بيا هم، د عربي اماراتو حکومت په دې وروستيو کې شرکتونه پابند کړي چې د مزدورانو د استوګنې او د هغوی د دارو درملو غم به خوري. دلته د خواري کښو د خير ښېګڼې لپاره ډېر ښه قوانين جوړ شوي او په دغه لړ کې لا هم کار روان دی.

له عربي اماراتو سره په لګيدلي قطر هېواد کې هم يو د پام وړ شمېر پښتانه ژوند او کار روزګار کوي. هغلته د پښتني ټولنې يو فعال تن، زاهد خټک وايي چې پښتانه له پاکستان سفارت څخه د خپلو قانوني اسنادو د تر لاسه کولو په کار کې له ستونزو سره مخامخ دي. د خټک په خبره، قطري حکومت هم د مزدروانو په اړه يو شمېر ښه قوانين مخ ته راوړي، چې هم د ده په وينا، د هغوی د ژوند او کار روزګار وضع ورسره ښه شوې.

زاهد خټک زیاته کړه چې د پاکستان سفارت لخوا مشکلات دا دي چې د پاسپورټ نوي کول لږ تر لږه درې مياشتې وخت اخلي. دغه راز د شناختي کارډ تر لاسه کول هم يو ستونزمن کار دی. خو که د قطر حکومت خبره وکړو نو د مزدروانو په حق کې يو شمېر ښه قوانين يې مخ ته راوړي دي، چې له مخې يې د هغوی د استوګنې، پر وخت ورته د تنخواه ملاېدو او د هغوی د درملنې چارو ضمانتونه ورکړل شوي دي.

کتونکي عربي او د نړۍ يو شمېر نورو هېوادونو ته د کار موندنې لپاره د پښتنو د مهاجرت تر شا غټ لاملونه د هغوی په خپل وطن کې ناامني او د تعليم او روزګار لپاره د اسانتياو نيشتوالی په ګوته کوي.

هم د دوی په خبره، پښتانه ځوانان که وغواړي چې د مزدورۍ لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ شي نو بايد مناسب زدکړې او د څه کولو هنر ولري.

XS
SM
MD
LG