د لاسرسي ځای

جان کېري له سعودي او ایراني چارواکو سره خبرې کوي


د امریکا د بهرینو چارو وزیر جان کیري نن جینوا ته سفر کوي او له خپلو سعودي او اردني سیالانو او د شام لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازيسره به د شام د شخړي په موضوع خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپریل په دیرشمه ویلي دي ، جان کیرې اراده لري چې په شام کې د شخړو ختمولو لپاره په روانو هڅو غور وکړي.

د شنبې په ورځ د روس د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي وو ، ماسکو د امریکا هغه خواست رد کړی دی چې پکې په حلب ښار کې د ډزبندۍ د غځولو لپاره د شام په حکومت د فشار اچولو غوښتنه شوې وه.

XS
SM
MD
LG