د لاسرسي ځای

پپلز ګوند او تحریک انصاف وايي ، نواز شریف دې استعفی ورکړي


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېشن دوو ګوندونو د پاناما اسنادو په مسله کې د ملک له وزیراعظم نوازشریف نه د مستعفي کیدو غوښتنه کړي ده .

پراګ: د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېشن دوو ګوندونو د پاناما اسنادو په مسله کې د ملک له وزیراعظم نوازشریف نه د مستعفي کیدو غوښتنه کړي ده .

د پاکستانپيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ، ویلي چې د پاناما اسنادو تر په ډاګه کیدو وروسته نوازشریف حق نه لري چې د هیواد وزیراعظم پاتي شي.

بلاول بټو زرداري دا څرګندونې د شنبې په ورځ ناوخته د پاکستان تر واک لاندې کشمیرپه کوټلي نومي سیمه کې یوې جلسي ته په وینا کې کړې دي.

نوموړي وویل ، نواز شریف هم په ورته مسله کې د پپلز ګوند په حکومت کې د هغه وخت له وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني څخه د استعفی غوښتنه کړې وه.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي چې تر پاناما اسنادو غوندې تورونو وروسته په اخلاقي توګه د وزیراعظم پاتې کېدو جواز ختم شوی دی.

عمران خان دا څرګندونې د شنبې په ورځ د پنجاب په مرکز لاهور کې له خبریالانو سره د خبرو اترو پر مهال کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پپلز ګوند د مې پر دویمه نېټه په پاناما اسنادو کې د وزیراعظم نواز شریف د زامنو د نومونو په ډاګه کېدو پر مسله ټول ګوندیزه غونډه را بللې ده.

د مسلم لیګ نون ډلې مرکزي حکومت د دې مسلې په اړه د پلټنو کولو پرېکړه کړې ده خو د اپوزېشن ګوندونه له هغې کړنلارې سره متفق نه دي.

د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ کې مرکزي کابینې ویلي چې دوی به د پلټنو لپاره په خپله جوړه کړې کړنلاره کې بدلون نه کوي.

XS
SM
MD
LG