د شمالي وزيرستان خلک وايي، په سيمه کې د شري ناروغۍ خورېدو له وجې څلور ماشومان مړه شوي دي.
ځایي خلکو نن (شنبه)مشال راډيو ته وويل، ناروغي څو ورځي وړاندې په تحصيل دوسلي کې خوره شوې وه.
د شمالي وزيرستان پولټيکل ايجنټ کامران اپريدي نن مشال راډیو ته وويل، سيمې ته يې روغتيايي ډلې ليږلي دي او هغوی به هلته د شري ناروغۍ پر ضد ماشومانو ته واکسين ورکوي.