د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې د نجونو زده کوونکو شمېر ډېر شوی


د لوګر ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې د یادې ادارې لخوا د خلکو د هڅونې او تشویق له لارې په ښوونځیو کې د نجونو زده کوونکو شمېر ډېر شوی دی.

دوی زیاتوي، د یاد ولایت خلک د علم او زده کړو سره مینه لري او له همدې کبله حتی په ناامنو سیمو کې هم ښوونځي ندي تړل شوي، خو د وسایلو او امکاناتو له لحاظه د ښار ښوونځي هم له ستونزو سره مخامخ دي.

د لوګر د پوهنې رييس انجینر اکبر ستانکزی مشال راډیو ته وايي، چې دوی د خلکو سره خپلې اړیکې ډیرې کړي او هغوی هڅولي دي، چې د زامنو په شان لوڼې هم ښوونځیو کې شاملې کړي.

انجینر اکبر زیاتوي:

((د پوهنې ریاست د قومي مشرانو او مخورو سره په هماهنګۍ باندې اقدام کړی ځکه چې یوازې ریاست ځانته کار نشي کولای، نو موږ د خلکو د انسجام لپاره ډېر کوښښ کړی، د خلکو په منځ کې کار وکړو، هغوی تشویق کړو چې خپلې لوڼې هم ښوونځیو ته شاملې کړي.))

د لوګر د پوهنې رييس وايي، چې د علم او پوهې سره د سیمه والو ډېره مینه د دې لامل شوې، چې حتی په نا امنو سیمو کې هم ښوونځي ونه تړل شي او په امنیتي لحاظ په راتلونکې کې هم د ستونزو د رامنځته کېدو لپاره کومه اندېښنه نلرو.

ښاغلی ستانکزی وړاندې وايي:

((په امنیتي برخه کې د معارف پر وړاندې ستونزې نشته، په مرکز او ولسوالیو کې زموږ نجونې او هلکان خپلو ښوونځیو ته ځي، دوی د مخالفینو لخوا ګواښ نشته، د لوګر په ولایت کې تر اوسه ښوونځي ندي تړل شوي، نو موږ امیدواره یو چې دا مشکل به په اینده کې هم راپېښ نشي.))

د لوګر د یوې مرکزي لیسې زده کوونکې خپلې اساسي ستونزې داسې شریکوي:

((زما نوم رانیه حقمل دی، د بي بي امنه لیسې یوه تنه زده کوونکې یم، د ښوونځیو وضعیت ښه دی، ښوونکي ښه درس ورکوي، خو د ټولګیو لپاره سرپنا نلرو، ډیری زده کوونکي په بیرون کې کیني، نو اساسي مشکل مو د ښوونځیو د ودانیو نشتون دی.))

د بي بي امنیه لیسې یوه تنه ښوونکې وايي ، چې خلک په اقتصادي لحاظ کمزوري دي، نو بایدحکومت دوی ته د زده کړو ټولې اسانتیاوې برابرې کړي، د دې په خبره د پوهنې په دودولو او پراختیا سره په ورانکارو فعالیتونو کې هم لږوالی راځي:

((په ښوونځیو کې د کتابونو او کتابچو کمښت دی، ګورئ موږ یوه داسې ټولنه یو چې د اقتصادي لحاظه ډېر کمزوري یو، نه تاجیر شته، نه خیمه شته، نو زما هدف دادی چې باید پوهنې ډېره توجه وشي، تر څو ځنې خلک له ورانکارو کارونو لاس واخلي.))

د یادونې وړ ده د لوګر د پوهنې چارواکي، ښوونکي او زده کوونکي د سرپنا په ګډون یو شمېر ستونزې داسې مهال رابرسیره کوي، چې د نوي ښوونیز کال په پیل کې په یاد ولایت کې د زده کوونکو د مرستې صندوقونه جوړ شوي او هره ورځ په کې زده کوونکي د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو لپاره یوه، یوه افغانۍ مرسته اچوي.

XS
SM
MD
LG