د لاسرسي ځای

په پاکستان کې د پاناما اسنادو په اړه د احتجاج پیلولو ګواښ شوی


د پاکستان ځېنو اپوزیشن ګوندونو د پاناما اسنادو په اړه د پلټنو کاري ضابطې نه بدلېدو په صورت کې د احتجاج پیلولو ګواښ کړی دی.

د تحریک انصاف او جماعت اسلامي سیاستوالانو تېر مازیګر مشال راډيو ته وویل، د پاناما اسنادو په اړه دې سمې پلټنې وکړل شي. د جماعت اسلامي مشر سراج الحق له هېواده د پیسو بهر ایستلو ته د معاشي یا مالي ترهګرۍ نوم ورکړ: کټ

هلته د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر افراسیاب خټک مشال راډیو ته وویل، ځېنې ګوندونه د احتجاج په نوم د جمهوري او منتخب حکومت کمزوري کولو هڅه کوي.

پیپلز ګوند وار له مخه د پاناما اسنادو په اړه د مې پر دویمه د اپوزیشن ګوندونو غونډه وربللې. خو د پاکستان وفاقي کابینې پرېکړه کړې چې د پلټنو لپاره به خپله جوړه کړې کړنلار نه بدلوي.

XS
SM
MD
LG