د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا پوځ ۱۶ سرتېرو ته سزاګانې اورولې دي


د امریکا پوځ د یوه جنرال په ګډون شاوخوا ۱۶ سرتېرو ته ډېسېپلني سزاګانې اورولې دي.

د امریکا پوځ یوه لوړپوړي چارواکي تېر ماښام وویل، دا اقدام یې د هغو تېروتنو په غبرګون کړی چې تېر کال په افغانستان کې پر یوه ملکي روغتون د بمبارۍ لامل شوې چې پکې ۴۲ کسان ووژل شول.

ده وویل، تېر نومبر په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د هوايي بمبارۍ په تړاو، پر سرتېرو جنايي تورونه نه دي لګول شوي او یوازې ورته انتظامي سزاګانې اورول شوې دي.

دا چارواکی، چې نوم یې نه دی ښودل شوی وايي، په سزايي شویو کې ډېری د امریکا ځانګړو ځواکونو غړي دي.

په دې کې یو شمېر سزاګانې داسې دي چې له کبله به یې د سرتېري یا افسر پوځي دنده پای ته ورسي. پر روغتون د بمبارۍ پېښې پلټنو تفصیلي رپورټ نن خپرېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG