د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د اسټرالوۍ تښتول شوې میرمنې په تور څلور تنه ګرفتار


د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوږیاني ازادي راډيو ته ویلي چې د پنجشنبې په سهار وختي د ناڅرګندو وسله الو لخوا د تښتول شوې اسټرالوۍ ييمېرمنې په تور يې څلور تنه نیول شوي.

خوږیانی وايي ممکن دا پلان شوې پېښه ووسي او ځینې شواهد په لاس ورغلي چې د دې ميرمنې د تښتونې په پېښه کې د هماغې د ساحوي دفتر کارکوونکي ښکیل ووسي:

''موږ ځينې شواهد تر لاسه کړي چې ددې ميرمنې په تښتوونه کې د همدې دفتر کارکوونکي لاس ولري ځکه کله چې دا میرمن په پوځي یونیفورم کې ناڅرګند وسله وال له ځانه سره بیا يي په همدې وخت کې نورې میرمنې هم دلته موجودې وې خو اوس ددې نیول شویو کسانو نه پلټنې روانې دي او تمه ده چې ډير ژر به دغه میرمن پيدا او خپل هیواد ته وسپآرل شي."

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر لخوا په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې دغې بهرنۍ ميرمنې هیڅ یوه امنيتي اداره په جریان کې کړې نه وه.

که څه هم تر اوسه ددې ميرمنې اصلي اداره نه ده معلومه خو ویل کیږي چې د ګلدوزی په برخه کې د ميرمنو لپاره یوشمېر پروژې پلې کړې وې.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG