د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد: د خېبر ښېګړې ادارې یوه بهرنۍ کارکوونکې تښتول شوې


د ننګر هار والي ویاند وايي، د یوې غیر دولتي موسسې یوه ۷۵ کلنه استرالوۍ ښځه نن د چارشنبې په ورځ له جلال اباد ښاره تښتول شوې ده.

ویاند عطالله خوږیاڼي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې دغه بهرنۍ له افغان مېرمنو سره د ګلدوزۍ په برخه کار کوي، هغه د چارشنبې په ورځ ننګرهار ته راغلې وه او ولایتي اداره یې په جریان کې نه وه اچولې.

دی زیاتوي د موسسې په ساحوي دفتر کې یې شپه وه چې نن سهار (پنجشنبه) د څلورو او پینځو ترمنځ په پوځي درېشۍ کې نا څرګنده وسله وال ورغلي ول او دغه بهرنۍ وګړې یې تښتولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG