د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندز کې ۲۱ تنه وسله وال وژل شوي


د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي چې له تېر شپې راهیسې د افغانستان د مسلح قوتونو د ځانګړې ځواکونو قطعاتو لخوا ګډ تصفیوي عملیات په چهاردرې ولسوالۍ کې پیل شوي دی.

د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي چې له تېر شپې راهیسې د افغانستان د مسلح قوتونو د ځانګړې ځواکونو قطعاتو لخوا ګډ تصفیوي عملیات په چهاردرې ولسوالۍ کې پیل شوي دی.

د کندز د امنې قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ مشال راډيو ته وویل، چې په دې عملیات کې د طالبانو د دوه مهمو قوماندانو په ګډون ۲۱ تنه وسله والو طالبان وژل شوي دی.

نوموري همداراز وویل، چې د روان عملیات په لړ کې یو شمېر طالبان ژوندې هم نیولی شوي دی:

((په دې عملیات کې ۲۱ تنه وسله والو طالبان وژل شوي دی او په وژل شو کسانو کې د طالبانو دوه تنه مهم قوماندان هم شامل دي او عملیات لاهم په سیمې کې دوام لري.))

جنګل باغ وویل، چې لا همد چهاردرې ولسوالۍ په سرک بالا کلیو کې تصفیوي عملیات دوام لري او د دې ولسوالۍ یو شمېر سیمې هم د وسله والو طالبانو له شتونه تصفیه شوي دی.

د امنې قوماندان زیاته کړه، چې په دې عملیاتو کې ولسي وګړو او دولتي ځواکونو ته کوم زیان نه دې رسېدلي.

په ورته وخت کې د چهاردرې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د دغې جګړي له کبله یو شمېر ملکي وګړې ټيان شوي دي همدارنګه په لسګونه ګورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي دی.

(( زه محمد رحیم یم، وروره په چهاردرې کې وضعیت ډېر خراب دي او هر ورځ دلته د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه وي او موږ له خپلو کورونو بېځایه شوو او هرڅه مو کورونو کې پاتي دي.))

((خان زمان یم، د چهاردرې ولسوالۍ یم د توپ مرمۍ زموږ په کور باندې ولګېده چې له کبله یې زه او مور مې ټپیان شولو.))

دغه بېځایه شوي کورنۍ له دولته غواړي، څو ډېر ژر د دوی سیمې د وسله والو طالبانو له شتون تصفیه کړي، څو بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د یادونې ده، چې روان کال پیل سره سم د کندز د مرکز په شاوخواو سیمو کې همدارنګه په ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ یوځل بیا جګړي زور اخیستې دی، چې له کبله یې په سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دی.

په همدې حال کې ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي، چې په دې جګړه کې طالبانو دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړه ولي ده او جګړه لاهم دوام لري.

XS
SM
MD
LG