د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وایي،د افغانستان سولې ته ژمن دی


پاکستان یو ځل بیا ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو ته ژمن دی او د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو لپاره به خپلې هڅې وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو سیکرېټري اعزاز احمد چودري وایي، د څلوراړخیزې ډلې لوریو اسلام اباد، کابل، پیکنګ او واشنګټن په خپلو غونډو کې هڅې کړې دي چې د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

چودري وویل چې په نوي ډیلي کې یې له هندي چارواکو سره د خبرو پرمهال په افغانستان کې د خپل هېواد دریځ روښانه کړ.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د دې هېواد پلاوي، په بهرنیو چارو کې د هند بهرنیو چارو سیکرېټري اېس جېشنکر په ګډون هندي چارواکو ته ډاډ ورکړ چې پاکستان د افغانستان له حکومت سره همکارۍ ته ژمن دی.

تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي وچې نوره دا هیله نه لري چې پاکستان به وسله وال مخالفان د خبرو میز ته راکاږي.

اشرف غني وویل، که اسلام اباد د دې ډلو پر ضد پوځي عملیات نه کوي د افغانستان حکومت ته دې وسپاري.

اعزاز احمد چوهدري وایي چې هېواد یې په وزیرستان او د پاکستان په نورو برخو کې د یاغیانو د ځپلو لپاره هر راز هڅې کړې دي.

خو په افغانستان کې داسې نظر حاکم دی چې پاکستان نه غواړي چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره عملي هڅې وکړي.

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ ملي شورا ته په کابل کې وویل، که د پاکستان چلند بدل نه شي نو د ملګر ملتونو امنیت شورا ته به مخه کړي.

اشرف غني دا هم وویل چې د یاغیانو مشران په کوټه او پیښور کې دي.

د امریکا په دفاعي پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي ازادي راډیو ته وویل، پاکستان تر سخت فشار لاندې دی:

"که پاکستان دا فکر کوي او دا وایي چې زه پر هغو کسانو کنټرول نه لرم او پر خپله خاوره کنټرول نه لرم، نو بیا نور هېوادونه دا اجازه لري او حق لري چې د پاکستان په هغو سیمو عملیات وکړي چې له هغو څخه په افغانستان کې حملې کیږي."

افغان حکومت هر وخت پاکستان تورن کړی دی چې د هغو یاغیانو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې جګړې کوي. خو د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر په هند کې تېره ورځ وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې د بهیر د ملاتړ ترڅنګ د ټولې سیمې لپاره د یو لړ پروژو حمایت کوي.

ده په ځانګړي ډول د ټاپي، کاسا زر او په سیمه کې د اورګاډي د پټلۍ د غځیدو یادونه وکړه، که دا پروژې پلي شي نو ګڼو افغانانو ته به کار پیدا شي او اسانتیاوې به رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG