د لاسرسي ځای

د قبایلي سیمو لپاره پلان شوی سرکاري پوهنتون به له راتلونکې سیټېمبر میاشتې خپل تعلیمي کال له څلور مضامینو سره پیل کړي.

له مشال راډیو سره په په یوه ځانګړې مرکه کې د فاټا پوهنتون مشر ډاکټر طاهر شاه ووېل چې د پوهنتون ودانۍ لپاره یې ځمکه ترلاسه کړې او په راروانو څلورو میاشتو کې به یې د جوړولو چارې پیل شي.

دی وايي د پوهنتون لومړنۍ تعلیمي کال شروعات به د دره ادم خان په ډګري کالج کې پیلوي.

د ډاکټر طاهر شاه په وینا چې په لومړني تعلیمي کال کې به څلور مضامین منېجمنټ ساینسز، ریاضی، سوشیالوجي او سیاست شامل وي. دا به څلور کاله بې اېس پروګرام وي. په راتلونکې کال کې به نور مضامین هم شامېلېږي. دی زیاتوي چې د راتلونکې پلان له مخې به ټولټال یوولس مضامین ښودل کیږي او له دې علاوه مختلف کورسونه او ډیپلومې پروګرامونه به هم وي.

ده وویل چې په دې پوهنتون کې د پاکستان هر زده کونکی که هلک وي او که نجلۍ داخله اخیستلی شي.

د جینکو د اوسیدو په اړه نوموړي زیاته کړه چې د پوهنتون تر جوړیدو به جینکې خپل انتظام کوي خو د تګ راتګ لپاره به ورته د پوهنتون ګاړی موجود وي.

ډاکټر طاهر شاه وویل چې د جیالوجي مضمون ښودلو نیت هم لري ځکه چې د دې مضمون په مرسته زده کونکي په خپلو سیمو کې د معدنیاتو لټولو کې ګټه ترلاسه کولی شي.

د پوهنتون امنیت په اړه نوموړي وويل چې د دره ادم خېل امنیت د پېښور غوندې دی، هلته پوځ ولاړ دی او هېڅ ویره نشته.

ده وویل چې ټولو اېجنسیو کې به د دې پوهنتون څانګې پرانستل کېږي.

بلخوا د قبایلي سیمو اوسېدونکو د دې حکومتي ګام ستاینه کړې او وايي، چې د وړمبي تعلیمي کال له پیلېدوسره د پوهنتون د ودانې د جوړولو امیدونه سیوا شوي دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د آل فاټا سټوډنټس ارګنایزېشن مشر شوکت عزیز ووېل چې د قبایلو یوه پخوانۍ مطالبه پوره شوه.

د ده په وینا باید چې د پوهنتون ودانۍ جوړولو لپاره کار هم تند کړل شي.

''د قبایلو د ۶۸ کالو غټه مطالبه پوره شوه، له دې ګام سره د لوړو زده کړو تعلیمي دروازې خلاصې شوې. موږ له دې ګامه مطمین یو، باید په دې کې دلچسپي واخیستل شي چې دا فعاله وساتل شي او د ملک د نورو برخو پوهنتونو غوندېد دې کار او انتظام هم جاري وساتل شي.''

د قبایلي سیمو د ښځو د خېر ښیګړې لپاره کارکونکې مهرین اپرېدي په وینا چې دا د قبایلو یوه لویه کامیابي ده.

''د دې پوهنتون له وجې د قبایلي سیمو ښځو لپاره ډېره اساني پیدا شوې خو دې پوهنتون ته د تلو لپاره دا هم ضروري ده چې په قبایلي سیمو کې د جینکو لپاره د سکولونه او کالجونو شمېر سیوا کړل شي چې نه یوازې تعلیمي نظام ښه شي بلکې له دې سره ښځې هم پوهنتون ته تللی شي.''

د کورمې اېجنسې یو مشر ملک فضل خالق مشال راډیو ته وویل چې حکومت یو ښه ګام پورته کړ او هیله لري چې ډېر زر به دا پوهنتون عملي شي.

''تعلیم خو ډېرې ښې نتیجې راوړي، له دې پوهنتونه به زموږ په سیمو کې د تعلیم قدر هم پیدا شي او قابله زده کونکې به هم مخې ته راشي، چې د ملک و قام خدمت وکړي.''

د قبایلي سیمو د قومي اسمبلې غړې قیصر جمال په وینا چې د پوهنتون مشر له راتلو پس به اوس نور کارونه هم وشي.

ده وویل چې د پوهنتون تر مکملېدو پورې به خپلې هڅې په دې لړ کې جاري ساتي.

''د وایس چانسلر له ټاکلېدو پس دا ویلی شو چې موږ کلاسونه شروع کوو او دا هم ویلی شو چې په ودانۍ کار شروع کوو. د وایس چانسلر له راتلو سره لږ موږ ته د حوصلې وړ خبرې راځي او راتلونکې کې هیله لرو چې وخت په وخت به مناسبه اقدامات مخې ته راځي.''

یاده دې وي د قبایلي سیمو د امورو د انتظام ادارې فاټا سیکریټریټ پروسږ کال ویلي وو چې ۲۰۱۶ م کال کې به د فاټا په لومړنې پوهنتون کار پيل شي.

د فاټا پوهنتون لپاره د اېف ار کوهاټ په اخوروال سیمه کې دوه سوه او شپږ شپېته کناله ځمکه په یوسل او دري دېرش میلیونه روپیو پېرودل شوې ده.

XS
SM
MD
LG