د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف ولې له خېبر پښتونخوا ولسي رابطه پیلوي


د پاکستان وزیراعظم نوازشریف له خیبر پښتونخوا د ولسي رابطې پیلولو اعلان کړی چې سبا د زیارت په ورځ به مانسرې او له هغه وروسته بنو او بیا نورو سیمو ته ځي.

خېبر پښتونخوا ته د نوازشریف پر دوره د مخالفو ډلو وینا ده چې په درې کلنه حکومتي دوره کې ورته پښتانه نه یادېدل خو چې فشار پرې راغلی نو پښتنو ته یې مخ واړولو.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان تحریک انصاف د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي فضل حکیم وویل چې پر نوازشریف د پاناما اسنادو افشا کېدو پس ډېر لوی فشار دی نو ځکه يې له ولس سره د رابطې مهم پیل کړو:

(هغه خېبر پښتونخوا بېخي له نظره ویستلې وه او نه یې د پاکستان برخه بلله، زموږ درې محکمې له وفاق سره دي سړکونه، ګېس او بجلي. له دې درو واړو پښتانه محرومه دي او چغې وهي، تر دې چې موږ په اسمبلۍ کې هم پر احتجاج یو.)

کله چې مشال راډیو د پاکستان مسلم لیګ ن صوبايي اسمبلۍ غړي او د خېبر پښتونخوا پخواني وزیر اعلا پیر صابرشاه څخه د نواز شریف د سفر هدف وپوښتلی، نو د هغه وینا وه چې وزیر اعظم نوازشریف غوښتل چې د چین ــــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه د خېبر پښتونخوا له ولس سره رابطه وکړي نو دا دوره د هغې لړۍ یوه کړۍ ده.

(دا خو د وزیر اعظم د هغه پروګرامونو برخه ده چې د چین ــــ پاکستان اقتصادي راهدراۍ کې شامل دي او په دغه لړ کې به وزیر اعظم له مانسرې پس د ډېره اسماعیل خان او بنو دورې هم کوي. ځکه چې د ولس خېرښېګړې کارونه دي او د پاکستان د تقدیر بدلولو پروګرامونه دي نو ایا موږڅنګه ولس بې خبره وساتو؟ نو د خلکو دا غوښتنه وه چې وزیراعظم دې په خپله د دې غټو منصوبو پرانستنه وکړي او بله دا چې وزیراعظم په خپله یو ولسي مشر دی او ولسي مشر خو به د ولس اړخ ته ځي. نو زه فکر کوم چې له دې سره د فشار هېڅ تعلق نشته.)

له مشال راډیو سره په خبرو کې په اسلام اباد کې د سیاسي چارو پوه اېمل خټک وویل، نواز شریف ځکه خېبر پښتونخوا ته تګ غوره کړی چې په دغه صوبه کې د تحریک انصاف حکومت دی او دی غواړي چې د عمران خان پارټۍ درې کلنه کارکردګي ولس ته وښيي.

( زه فکر کوم چې د دورې لپاره د خېبرپښتونخوا انتخاب څه اتفاقي خبره نه ده بلکې د تر شا یو سوچ دی او هغه دا دی چې د نوازشریف یو سیاسي مخالف عمران خان د هغه د حکومت پر ضد سړکونو ته راځي او یا دا دړکه یې هم ورکړې ده چې درنې یا احتجاجي ناستې به کوي. عمران خان په خېبرپښتونخوا کې حکومت هم لري نو له دې کبله نواز شریف له دغې صوبې د خپلې ولسي رابطې مهم پیلوي.د تحریک انصاف هلته یو ولسي حمایت موجود دی او دوی دغلته غواړي چې خلکو ته وښيي خېبر پښتونخوا که څه هم حکومت د تحریک انصاف په لاس کې ده خو مسلم لیګ ن هم هلته اثر رسوخ لري او دوی خلک هم جلسو ته رابللی شي)

د ذکر ده په پاناما لیکس کې د وزیر اعظم نوازشریف د بچیانو د نومونو له راتلو وروستو سیاسي او مذهبي ګوندونوپاکستان تحریک انصاف، پاکستان پیپلز پارټۍ او جماعت اسلامي د وزیراعظم لخوا اعلان شوی عدالتي کمېشن رد کړی او د درغلیو پر ضد يې جلسې جلسونه شورو کړي او له وزیر اعظمه غوښتنه کوي چې د پاناما لیکس د پلټنو لپاره دې ازاد کمېشن جوړ کړي.

سراج ظهیر- مشال راډیو – اسلام اباد

XS
SM
MD
LG