د لاسرسي ځای

تازه خبر

مینه پال: نه پر پاکستان باور لرو او نه خبرو ته ورځو


د افغان ولسمشر د وياند مرستيال دوا خان مینه پال
د افغان ولسمشر د وياند مرستيال دوا خان مینه پال

د افغان ولسمشر د وياند مرستيال وايي، د هېواد ولسمشر اشرف غني یې په ټینګار سره ویلي، تر هغو نور پر پاکستان د خبرو اترو لپاره باور نه کوي چې ترڅو دغه هېواد د څلور اړخیز کمېشن له مخې خپلې ژمنې نه وي پوره کړې.

د چارشنبې په ورځ د مشال راډيو له خبریال ګل ایاز سره په خبرو کې ویاند دوا خان مينه پالوویل، په څلوراړخیز کمېشن (افغانستان، پاکستان، امريکا او چين) دا پرېکړه کړې وه که یوه ډله د سولې خبرو له بهیر وځي یا هم انکار کوي نو پروړاندې به یې ګام اخیستل کېږي. نو هغه ده مالومه شوه، ځینې ډلې چې پاکستان ساتلې دي له خبرو انکار کوي. نو په کار ده چې اسلام اباد یې پروړاندې ګام واخلي.

نوموړي وویل، چې حکومت یې غواړي د افغانانو خپلمنځيو خبرو لپاره لار هواره کړي.

دوا خان مينه پال تېره ورځ [سېشنبه] رويټرز خبري اژانس ته ويلي ول، چې دوی په پاکستان کې د طالبانوپلاوي په موجودګۍ خبر دي، او ترڅو چې له مذاکراتو انکاري طالبانو پروړاندې اسلام اباد لاس نه وي پورې کړ، خبرو ته نه ورځي.

د طالبانو سرچينو رسنيو ته ويلي وو چې د قطر سياسي دفتر دوه کسيزه پلاوی یې له پاکستانيو چارواکو سره د ليدو لپاره په دوشنبه کراچي ته رسېدلی دی. په قطر کې د طالبانو يو وياند رويټرز ته ويلي، پروا نه لري چې کابل په غونډه کې برخه واخلي، ځکه دوی وار د مخه خپله پسرلنۍ جګړه پېل کړې چې برياوي لري.

خبریال سمیع یوسفزي د مشال راډيو له همکار داود خټک سره په خبرو کې وویل چې د قطر دفتر طالب پلوي کې یو مولوي شهاب الدین دلاور او بل یو ښايي جان محمد مدني وي.

نوموړی وايي، کېدای شي د طالبانو پلاوی د افغان ولسمشر اشرف غني د څرګندونو فشار وي چې په کابل کې یې د طالبانو له ځانوژنکیو بریدونو وروسته کړي دي.

سمیع یوسفزی وايي، چې په افغانستان کې د روانې کشالې وروستۍ هواری بیا هم خبرې اترې دي.

په پاکستان کې مېشت يو مشر طالب فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دا پلاوی به ډېر ژر له پاکستاني او افغان چارواکو سره لومړنۍ خبرې پېل کړي. تېره مياشت طالبانو د سولې په مذاکراتو کې له ګډونه انکار کړی و او د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين لخوا يې د سولې لپاره څلور اړخيزې ناستې بې ګټې بللي وې.

XS
SM
MD
LG