د لاسرسي ځای

القاعده د بنګله دېشي همجنسپال د وژنې مسولیت ومنی


په بنګله دېش کې د القاعده شبکې وسله والو د همجنسګرایانو د حقونو د مدافع زولحاج منان او د هغه د ملګري د قتل مسولیت واخیستی.

زولحاج منان په بنګله دېش کې د همجنسګرایانو د مجلې [روپ بان] مسول مدیر و او د امریکا له نړیوالې پراختیايي ادارې سره یې هم کار کړی و.

په بنګله دیش کې د القاعده ملګرې ډلې انصارالاسلام ویلي چې د دوشنبې په ورځ یې پر زولحاج منان او د هغه پر ملګرو د دې لپاره حمله وکړه چې هغوی همجنسګرایان وو او په دې اړه یې معلومات هم خپرول.

د بنګله دیش وزيراعظمې شېخ حسینه ژمنتيا ښودلې چې د زولحاج منان قاتلان به ونيسي. نوموړې د دا ډول وژنو تور د اپوزیشن پر يوه ګوند او ايتلافي وسله والو تور پورې کړی.

په دا وروستیو کې په بنګله دیش کې پر بشري فعالانو ، منځ لارو سیاستوالو او بهرنیو وګړو د سختدريځه اسلامپالوحملې زیاتې شوې دي.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري دا قتلونه وحشیانه بللي او غندلي يې دي.

XS
SM
MD
LG