د لاسرسي ځای

د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف وايي، روس باید د افغانستان د سولې په هڅو کې برخه ولري.

نوموړي پرون [سې شنبه] په ماسکو کې له خپل روسي سيال ولاديمير پوتن سره تر خبرو وروسته وويل چې د شنګهای همکارۍ سازمان بايد د افغانستان په پوځي او سياسي ځنډ کې ښکېل نسي.

کريموف زياته کړه چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو بيا پېلول د ټولې سيمې لپاره ډېر مهم دي. د تيرو څو مياشتو راهيسېافغانستان، پاکستان، چين او امريکا د کابل او طالبانو تر منځ د سولې خبرو د بيا پېلولو لپاره ناکامې هڅې کوي.

د کريموف په وينا، د افغانستان بې ثباتي ښايي د سيمې نورو هېوادونو ته هم وغځيږي. پوتن وويل چې روس او ازبکستان د ترهګرۍ ضد نړيوال ايتلاف د رامنځ ته کېدو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG