د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق او شام کې د وسله والو شمېر کم شوی


يو امريکايي پوځي جنرال وايي، په تیر یوه کال کې عراق او شام ته دتلونکو وسله والو شمېر کم شوی دی.

مېجر جنرل پيټر ګیرسټن پرون [سه شنبه] د امریکا دفاع وزارت ته وویل چې تېرکال بغداد ته تر تګ وروسته ورته معلومه شوه چې په میاشت کې یونیم یا دوه زره وسله وال له اسلامي دولت وسله والې ډلې سره یوځای کیږي خو اوس دا شمېر ۲۰۰ ته را ټیټ شوی دی.

د دې امریکايي جنرال په وینا، له داعش سره د بهرنیو وسله والو د یوځای کېدو اندازه کمه شوې او له دې ډلې د وسله والو تېښته هم زیاته شوې ده .

جنرال ګیرسټن پنټاګون ته وویل چې د داعش پر مالي سرچینو د امریکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو پرله پسې حملې د دې سبب شوي چې له دې ډلې سره د بهرنیو وسله والو د یوځای کېدو بهیر ټکنی شي او زیات وسله وال ورڅخه وتښتي.

نوموړي زياته کړه چې د ايتلافي ځواکونو په لږترلږه ۲۰هوايي حملو کې د داعش ۸۰۰ ملیونه ډالر له منځه تللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG