د لاسرسي ځای

افغان طالبانو پاکستان ته د پلاوي استول ومنل


په قطر کې د افغان طالبانو دفتر

په قطر کې د افغان طالبانو دفتر

افغان طالبانو منلې، چې د قطر له سياسي دفتره يې يو جګپوړى پلاوى پاکستان ته استولى چې د دغه هېواد له چارواکو سره د کډوالو پر ستونزو، د طالب بنديانو پر خوشېکدو او پر ځينو نورو مسلو خبرې وکړي.

افغان طالبانو پاکستان ته د خپل پلاوي د لېږلو تاييد تر هغې وروسته کړى چې څو ورځې مخکې د دې هېواد رسنيو خبر ورکړى و چې د افغان طالبانو يو جګپوړى پلاوى د افغانستان د سولې د بهير په لړ کې د خبرو لپاره کراچۍ ته راغلى دى.

خو په قطر کې د افغان طالبانو د دفتر ځينو چارواکو د چارشنبې په ورځ د ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې په ګډون ځينو پاکستاني رسنيو ته ويلي چې پاکستان ته يې پلاوى لېږلى، خو په خبره يې:

"دغه پلاوی چې د طالبانو د مشرتابه په امر استول شوی، پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په ګډون په ځينو نورو مساېلو، په ځانګړې توګه د ملا برادر او ځینو نورو طالب بندیانو د خلاصولو په اړه له پاکستانيو چارواکو سره خبرې وکړي."

ملا برادر د افغان طالبانو دويم مشر ګڼل کېږي چې په ٢٠١٠ میلادي کال کې په کراچۍ کې نيول شوى و.

که څه هم پاکستان وايي چې نوموړى يې په ٢٠١٣میلادي کال کې د خپلو ۵۰ ملګرو سره يوځاى خوشى کړى، خو طالبانو دا ردوي او وايي چې ملا برادر لا هم په پاکستان کې بندي دى.

پاکستان ته د افغان طالبانو پلاوي ورتللو اوازې پر داسې مهال تېزې شوي چې تېره اوونۍ په کابل کې د طالبانو تر خونړي بريد وروسته چې لسګونه کسان په کې ووژل شول، د افغانستان ولسمشر د دې هېواد د پارلمان غونډې ته په وينا کې پر پاکستان غږ کړى چې پر خپله خاوره دې د طالبانو پر ضد عمليات وکړي او يا دې يې افغان حکومت ته وسپاري چې محاکمه يې کړي.

طالب چارواکو پاکستان ته د خپل پلاوي د ورتګ په اړه دا نه دي ويلي چې ايا دوى به د افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې برخه واخلي که نه؟ خو دومره يې ويلي چې: "د طالب پلاوي سفر به د دواړو هېوادونو په ګټه وي او ښې نتيجې به ورکړي."

که څه هم ځينو پاکستانيو چارواکو څو ورځې مخکې د دې هېواد رسنيو ته ويلي وو چې ښايي د روانې مياشت په ٢٧مه نېټه به د طالبانو او د افغان حکومت د استازيو مخامخ خبرې وشي، خو کابل او اسلام اباد لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان د سولې بهير راژوندي کولو په اړه د فبرورۍ مياشت کې د څلور اړخيزو کومېټې په خبرو کې موافقه شوې وه چې د تېر مارچ تر پايه به "د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې کېږي"خو د طالبانو له خوا د ځينو شرطونو او له خبرو څخه د انکار له امله لا تر دې دمه د دواړو خواوو ترمنځ مخامخ خبرې اترې نه دي شوي.

د يادونې وړ ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ لومړۍ مخامخ خبرې د ٢٠١۵میلادي کال په جولايي کې د پاکستان په کوربه توب اسلام اباد ته نږدې په مري کې وشوې چې بيا وروسته دا لړۍ په همدې مياشت کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمدعمر د مړينې د راپورونو تر رابرسېره کېدو وروسته وځنډېده.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG