د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ننګرهار راکټي بریدونه: کابل پاکستانی سفیر وربللی دی


افغان حکومت د ننګرهار پرګوشتې او لعلپورۍ ولسوالیو د پاکستان له لوري د راکټي حملو غندلو ترڅنګ پرون [سېشنبه] په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین ته خپل اعتراض لیک سپارلی دی.

د ننګرهار پر ګوشته او لعلپوره ولسوالیو د پاکستاني پوځیانو په وروستیو حملو کې د افغان سرحدي ځواکونو یو پولیس وژل شوی او دوه نور زخمیان شوي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني پرون سېشنبه مشال راډیو ته وویل، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیر احمد اندېشه په دې اړه ښاغلي حسېن ته اعتراض ليک ورکړ.

''د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دا حملې وغندلې او څرګنده ېې کړه چې دا ډول سرغړونې باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي څو د دواړو هیوادونو اړیکو ته زیان ونه رسوي.''

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین پر لعلپوره او ګوشته ولسوالیو ترسره شویو حملو خواشینې څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې له دې امله د افغان حکومت شکایت به د اسلام اباد چارواکو ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG