د لاسرسي ځای

تازه خبر

څوک د پاکستان – هند اړیکي سمول نه غواړي؟


د هند او پاکستان بهرنیو چارو سېکرټرانو په نوي ډيلي کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه کنفرانس په څنډو کې له یو بل سره ولیدل.

د نهې پر ورځ د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل، اېس جې شنکر له خپل پاکستاني سیال اعزاز احمد چودري سره په خبرو کې د پټانکوټ پر هوايي اډې د برید پلټنو کولو ټینګار وکړ.

د ۲۰۱۶ز کال د جنورۍ پر دویمه، وسله والو د هند په پټانکوټ کې پر هوايي اډې برید وکړ. نوي ډيلي تور پورې کړ چې دا برید په پاکستان کې مېشتې وسله والې ډلې جیش محمد پلان کړی وو چې مشري یې مسعود اظهر کوي. اسلام اباد د حملې په پلټنو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د هند بهرنیو چارو وزارت بیان زیاتوي، په لیدنه کې له پاکستانه غوښتنه وشوه چې د هند بحري ځواک پخواني نیول شوي افسر کلبوشن یادو ته دې رسايي وکړل شي.

په عین وخت کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل، د بهرنیو چارو سېکرټر اعزاز احمد چودري له هندي سیال جې شنکر سره په پاکستان کې د هندیو استخباراتو د لاسوهنې تر څنګ د کشمیر پر لانجه هم خبرې وکړې.

شنوکي وايي، د دواړو هېوادونو لوړپوړو ډېپلوماټانو لیدنه ((یو وړوکی مثبت اقدام)) دی خو دوی د نوي ډیلي او اسلام اباد حکومتونو خپرو شویو بیانونو ته په اشاره وايي چې د دواړو هېوادونو اړیکي لا هم پېچلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني سېکرټر شمشاد احمد خان مشال راډيو ته وویل، پر امریکا د ۲۰۰۱ز کال سېپټېمبر تر حملو وروسته، نوي ډیلي د ترهګرۍ ضد نړیوال احساس په کارولو، د دواړو هېوادونو مهمې مسلې او لانجې شاته غورځولې دي:

((حقیقت دا دی چې د هند او پاکستان مسلې ډېرې پېچلې دي او په تاریخ کې ریښه لري. د سېپټېمبر ۱۱مې تر حملو وروسته، هند په پوره غور دا پرېکړه کړې چې د ترهګرۍ ضد له نړیوال احساس او هلو ځلو د ګټې اخیستو له لارې به پاکستان تر فشار لاندې ساتي. هغوی هڅه کوي چې له هرې موقعې ګټه واخلي چې خپل ولس ته پیغام ورکړي او ځان ته هم باور ورکړي چې پر دوه اړخیزو مسلو له پاکستان سره له بامعنا خبرو اترو ځان لرې وساتي او یوازې د ترهګرۍ پر موضوع خبرې وکړي. په بله مانا، ښکاري داسې چې هند غواړي د پاکستان او هند تر منځ مسلې له سره تعریف کړي. خو د [نوي ډیلي] دا ډول فکر کار نه کوي یعنې یوازې پر پاکستان له دباو یا فشار سره د دواړو هېوادونو تر منځ د مسلو منظرنامه نه بدلېږي.))

په نوي ډيلي کې د هند پوځ پخوانی جنرال او د سیمه ییزو چارو پوه اشوک مهتا له شمشاد احمد خان سره مخالفت کوي او وايي، نوی ډیلی غواړي چې له اسلام اباد سره با معنا خبرې وکړي، خو په پاکستان کې د واک ګڼ مراکز دي چې تل د خبرو بهیر ماتولو هڅې کوي:

((په پاکستان کې داسې ملکي یا سېویلیین حکومت نشته چې ټول واک یې په لاس کې وي. هلته ملکي حکومت تل کمزوری وي او د کورنیو مسلو له کبله لا پسې کمزوری کول کېږي. د مثال په توګه، اوس د پاناما اسنادو مسله ده. کله د ممتاز قادري معامله وي، کله عمران خان او داسې نور. دا هر څه اتفاقاً نه کېږي. دا هغه کسان کوي چې په هېواد کې دننه د واک توازن خراب کړي. دا هغه قوتونه دي چې د هند او پاکستان اړیکي ښه کېدو ته نه پرېږدي. په دوی کې یو مهم د پاکستان پوځ دی. پوځ نه غواړي چې اړیکي ښه شي او که غواړي یې هم، نو د داسې اېجنډې له لارې یې غواړي چې پوځ خپله جوړه کړې وي.))

د پاکستان بهرنیو چارو پخوانی سېکرټر شمشاد احمد خان زیاتوي چې که د پټانکوټ یا د کنټرول پر کرښې د تاوتریخوالي پېښې وشي هم، باید ډیلی او اسلام اباد خبرو ته دوام ورکړي.

پخوانی هندی جنرال اشوک مهتا زیاتوي چې پاکستان نه یوازې وړې، ټاکټیکي اټومي وسلې لري بلکې چین هم د پاکستان له لارې په سیمه کې د هند نفوذ کمولو هڅه کوي، نو ځکه باید نوی ډیلی په هر صورت له اسلام اباد سره خبرو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG