د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې موټر بم برید پنځه کسان وژلي


د شام سرکاري رسنۍ وايي، د دوشنبې په ورځ د دمشق په جنوبې څنډه کې د پوځ پر یوې پوستې په موټر بمي برید کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او شل نور ټپیان دي.

بلخوا په حلب کې د اپوزیشن فعالان وايي پر هغو سیمو چې د یاغیانو په لاس کې دي د حکومت له خوا د توغندیو په ګوزارونو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

د شام لپاره د ملګرو ملتونو استازي، چې په جینوا کې د شام د حکومت او یاغیانو ترمنځ غیر مستقیمې خبرې مخته بیاي، خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي زیاتیدو دغلته هغه اوربند له خطر سره مخ کړی چې د فرورۍ له وروستیو راهیسې ټینګ شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG