د لاسرسي ځای

'پر اقتصادي راهدارۍ پښتونخوا او بلوچستان تېراېستل کېږي'


د ګل/دوشنبې په ماځیګر د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر په کور پېښور کې د چین ـــ پاکستان اقتصادی راهدارۍ په اړه د دغه صوبې د اسمبلۍ پارلماني مشرانو غونډه وشوه. پر دې مهال ویناوالو وویل، مرکزي حکومت دې د اقتصادی راهدارۍ لوېدیځې لار په اړه خپله ژمنه پوره کړي ګنې د خېبر پښتونخوا حکومت به یې پر وړاندې تر هر حده تلو ته تیار دی. وزیر اعلا پروېز خټک غونډې ته وویل، چې دوی د اقتصادی راهدارۍ پر ختیځه لار هېڅ اعتراض نه لري خو غواړي چې مغربي لار دې هم دغه ډول له خپلو ټولو جزیاتو سره جوړه کړي. د پارلیمانی مشرانو په غونډه کي پرېکړه شوې ده چې د اقتصادی راهدارۍ پر موضوع به د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې ځانګړی بحث کوي او په دې لړ کې به د ټولو سیاسي ګوندونو د مرکزي مشرانو یوه ټول ګوندیزه غونډه رابولي. له غونډې وروسته د پښتونخوا ولسي تحریک او اقتصادي راهدارۍ مشر ډاکټر سید عالم مسود د مشال راډيو خبریال غلام غوث ته وویل چې د پاکستان مرکزي حکومت پر اقتصادي راهدارۍ د پښتونخوا او بلوچستان ولس ته دوکه ورکوي.

XS
SM
MD
LG