د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او ترکمنستان پر پراخو اقتصادي همکاریو غږېدلي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان بهرنیو چارو له وزیر رشید مردوف سره په ارګ کې ویني. ۲۵اپرېل،۲۰۱۶
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان بهرنیو چارو له وزیر رشید مردوف سره په ارګ کې ویني. ۲۵اپرېل،۲۰۱۶

د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د مالیي وزیراکلیل حکیمي د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره پر دوه ا ړخیزو اقتصادي مسایلو خبرې ورکړې.

له دغه وزارته نن (سېشنبه) په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حکیمي د ترکمنستان لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر رشید مردوف او د هغه له پلاوي سره په اړګ ماڼۍ کې وکتل.

وړاندې په اعلامیه کې یادونه شوې چې په دې لیدنه کې داړو خواوو د راتلونکې ګډې اقتصادي او تجارتي همکاریو ناستې ته د چمتووالي، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې، د سیمه ییزې پرمختیا، ترانسپورټ، ریل پټلۍ او په مناسبه بیه د سونګ موادو د اخیستو په اړه خبرې وکړې.

اعلامیه زیاتويدوی همدا راز د آقینې او اندخوی د ریل پټلۍ د پرانیستې، د لاجوردو د تجارتي لارې او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاریو په تړاو معلومات تبادله کړل.

په اعلامیه کې راغلي چې د مالیې وزیر د دواړو هېوادونو د اقتصادي او تجارتي همکاریو په پنځمه ناسته کې د شویو ژمنو په برخه کې د پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ټاکل شوې د افغانستان او ترکمنستان د ګډو اقتصادي او تجارتي همکاریو شپږمه ناسته په نژدې راتلونکې کې په کابل کې جوړه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG