د لاسرسي ځای

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پوځي عملیاتو کې ۳۳ وسله وال مخالفان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

له دغه وزارته نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا عملیات په کنړ، ننګرهار، لغمان، میدان وردک، زابل، کندهار، هرات، بغلان، بلخ، جوزجان، فاریاب، کندز او هلمند ولایتونو کې شوي دي.

وړاندې په اعلامیه کې یادونه شوې چې په یادو عملیاتو کې د ملي اردو یو سرتیری هم وژل شوی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG