د لاسرسي ځای

تازه خبر

عزيز: مذاکرات نه کوونکو پر ضد کاروايي بايد په مشوره وشي


د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيوو چارو سلاکار، سرتاج عزيز
د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيوو چارو سلاکار، سرتاج عزيز

افغان ولسمشر اشرف غني د دوشنبې ورځ پارلمان ته په خپله ووینا کې وویل، له طالبانو سره يې د سياسي روغې جوړې کوشش وکړ خو طالبانو ورته مثبت ځواب ونه وايه او پاکستان په دې اړه خپلې کړې ژمنې پوره نه کړي.

د پاکستان وزيراعظم بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز د افغان ولسمشر څرګندونو ته په غبرګون کې هیله وښودله چې په راتلونکیو څو اونيو کې به له طالبانو سره مذاکرات وشي.

"موږ خپل ډېر کوښښ کوو. هيله ده چې نور هم همداسې وکړي. خو موږ لا هم اميد لرو چې په راتلونکیو اونيو کې به له طالبانو سره مذاکرات پيل شي. دا هم بايد له ياده ونه باسو چې دا په ځمکنيو حالاتو پورې هم اړه لري. که ځمکني حالت سم پاتې شي نو هيله ده چې نتيجه لرونکي خبرې به په سمه توګه پر مخ ولاړې شي."

د دوشنبې ورځ افغان ولسمشر اشرف غني پارلمان ته خبرو کې طالبان د پرديوو غلامان وبلل او زياته يې کړه چې نور له پاکستانه دا تمه نه لري چې طالبان دي خبرو ته راولي. د هغه په وينا پاکستان ورسره په ليکلي شکل وعده کړې وه چې له خبرو انکار کوونکو طالبانو پر ضد به کاروايي کوي خو داسې نه دي شوي.

سرتاج عزيز وايي په دې اړه بايد د مذاکراتو لپاره له څلور اړخيزې کمېتې، افغانستان، پاکستان، امريکا او چين تر سلا مشورو وورسته ګامونه واخيستل شي.

سرتاج عزيز همداراز مذاکراتو لپاره اسلام اباد ته د دوو طالب مشرانو د ورتګ رپورټونو ورتګ نه تاييد او نه هم رد کړ خو زياته يې کړه چې طالبانو سره يې رابطې شته دی.

((دا محرمې کيسې دي. بايد ډيرې خبرې پرې ونه کړو. کله چې خبرې يوې باثباتې مرحلې ته ورسيږي بيا به يې اعلان کړو. دا رپورټونه دي. تبصرې بايد پرې ونه کړو خو ما درته وويل چې تماسونه شته دی. کله چې موږ ټولو ته د مذاکراتو چانس ورکړو نو بيا د هغوی پر ضد موږ ګامونه اخيستلی شو چې خبرې کول نه غواړي. د دوی خلاف کوم ګام اخيستل بايد د ټولو خواوو له خوا وڅيړل شي او سلا پرې وشي. دا بايد يوازې د پاکستان له خوا نه وي. د همدې مقصد لپاره څلور اړخيزه کمېټه جوړه شوې وه. که هره فيصله کيږي هغه بايد په شريکه وشي او په شريکه عملي شي.))

زما په فکر پاکستان بايد خپلو پاليسيوو ته بيا کتنه وکړي. يا دې طالبان مذاکراتو ته راولي او يا دې يې هم پر ضد کاروايي وکړي.

د سيمه ييزو چارو کارپوه اياز وزیر وايي پاکستان بايد بې له کوم فرقه ترهګر وځپي کنه نو په سيمه کې به په سياسي توګه يوازې پاتې شي.

((هند هم له پاکستانه ګيلې لري. امريکا هم اوس اوس دا ويلي چې پاکستان بايد د حقاني شبکې خلاف سخت ګامونه واخلي. زما په فکر پاکستان بايد خپلو پاليسيوو ته بيا کتنه وکړي. يا دې طالبان مذاکراتو ته راولي او يا دې يې هم پر ضد کاروايي وکړي.))

ياده دي وي چې تېره اونۍ وسله والو طالبانو په کابل کې په ځانوژونکیو بريدونو کې ۶۴ کسان وژلي او تر درو سوو ډېر يې ژوبل کړي ول.

په امريکا کې د جارج ټاون پوهنتون استاده کريسټين فيير وايي پاکستان د طالبانو په استعمال سره خپلې ګټې تر لاسه کوي نو ځکه ترې لاس نه اخلي.

څه موده وړاندې د پاکستان وزيراعظم بهرنيوو چارو سلاکار سرتاج عزيز ويلي وو چې پر افغان طالبانو ځکه کنټرول لري چې کورونه په پاکستان کې دي او هم هلته یې درملنې کيږي. پروسږ کال د پاکستان په منځګړتوب په مري کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات شوي وو چې وروسته د ملاعمر د مرګ له خبر راتللو وروسته وځنډېدل.

XS
SM
MD
LG