د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پنجاب کې زهرجنو خوږو ۲۳ کسان وژلي 


چارواکې وايي، چې د پاکستان پنجاب صوبې د کروړ لال ايسان په سيمه کې د زهرجنو خوږو له خوړو لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ناروغه شوي دي.

پولیس وايي چې د رواني مياشتي په اولسمه نېټه د يادي سيمي يو کس عمر حيات د خپل لمسي د زيږون په خوشالۍ کې دغه ميټیاني واخیستې او په خپلو ملګرو او خپلوانو يې ووېشلې.

پولیس زیاتوي چې لس کسان هم په هغه ورځ مړه شوي ول چې په کومه ورځ يې چې دغه زهرجنې ميټایاني خوړلې وې.

چارواکې وايي، دیارلس نور هغه کسان چې ناروغه ول او په روغتونونو کې داخل ول،تر ننه مړه شوي دي، او دوه پنځوس کسان لا هم تر درملنې لاندې دي.

په دغو وژلو شویو کې د زيږېدلي ماشوم پلار او اووه ترونه هم شامل دي.

د سیمې پولیس مشر رميز بخاري وايي چې د دې وژنو په تور يې درې کسان نيولي دي.

XS
SM
MD
LG