د لاسرسي ځای

اوباما په شام کې پر زیاتېدونکي تشدد اندېښنه ښودلې


د امریکا ولسمشر باراک اوباما د جرمني له چانسلرې انګیلا مېرکل سره د لیدو مهال

د امریکا ولسمشر باراک اوباما د جرمني له چانسلرې انګیلا مېرکل سره د لیدو مهال

په شام کې حکومتي ځواکونو د ياغيانو تر کنټرول لاندې حلب ښار کې بمباري سخته کړې، ولسمشر اوباما وويل چې دغه هيواد کې د تشدد په زياتېدو اندېښمن دی.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما اروپا ته د سفر پر مهال په اوکراين کې د جګړې ختمولو په خاطر پر اوربندۍ د عمل کولو لپاره ټينګار کړی دی. همدارز نوموړي په شام کې د زياتېدونکي تشدد په اړه هم اندېښنه ښودلې او له ټولو غاړو يې غوښتي چې وسلې کېږدي او خپلې ستونزې په خبرو هوارې کړي.

امريکايي ولسمشر باراک اوباما وايي، هغه او د جرمني چانسلره انګیلا مېرکل په دې خبره سلا دي چې له روسیې به يوازې هغه مهال بنديزونه ليرې کېږي چې د اوکراين د حکومتي ځواکونو او روس پلوه بيلتونپالو وسله والو تر منځ د جګړې ختمولو پر ژمنو عمل وکړي.

اوباما دا خبرې پرون په هانوور کې اروپا ته د خپل شپږ ورځني سفر په آخري ورځ وکړي.

انګیلا مېرکل وويل چې په اوکراين کې جنګ بندي باثباته نه ده. هغې زياته کړه چې د ولسمشر باراک اوباما سره يې د اوکراين د شخړې ختمولو په موخه د ۲۰۱۵ کال د فرورۍ د مياشتې د اوربند د عملي کولو په اړه خبرې کړي دي. د مېرکل په خبره هغې او اوباما د سولې لپاره پر راتلونکیو ګامونو تفصيلي خبرې کړې دي.

په اوکراين کې د روس ملاتړ پلوه بيلتونپالو او حکومتي امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه کې د ۲۰۱۴ کال د اپريل له مياشتې راهيسې تر نهه زره یو سلو ډېر کسان وژل شوي دي.

روس د اوکراين پر حکومت تور لګوي چې د جنګ بندۍ لپاره د مينسک تړون نه عملي کوي.

ولسمشر باراک اوباما پرون (اتوار) په خبرو کې د وزيراعظم ولاديمير هرويسمن د نوي اوکرايني حکومت په ملاتړ هم وغږېد او ویې ويل، هيله لري دا حکومت به په خپل هېواد کې اصلاحات کول جاري وساتي.

اوباما جرمني ته پرون وختي رسېدلی وو. هغه د اروپايي ټولنې او امريکا تر منځ د تجارتي اړيکو یو نوي تړون کولو هڅې کوي.

تر دې سفر مخکې سپینې ماڼۍ ويلي ول چې د يورپ سفر پر مهال به د جرمني، برتانیا، فرانس او اټلي له مشرانو سره د ولسمشر باراک اوباما په ملاقاتونو کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه هم خبرې کېږي. همداراز په عراق او شام کې به د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش خلاف جګړې او اروپا ته د کډوالو ورتګ په اړه هم خبرې اترې وشي.

پرون (اتوار) يوه خبري کنفرانس کې ولسمشر اوباما د اوکراين شخړې پر حل د ټينګار سربېره په شام کې هم د جګړو پر ټولو اړخونو غږ وکړ چې په اوربندۍ يو ځل بيا عمل وکړي او د سولې لار ونيسي. په داسې حال کې چې په شام کې حکومتي ځواکونو د ياغيانو تر کنټرول لاندې حلب ښار کې بمباري سخته کړې، ولسمشر اوباما وويل چې دغه هيواد کې د تشدد په زياتېدو اندېښمن دی.

XS
SM
MD
LG