د لاسرسي ځای

لیکنه: نوربادشاه يوسفزی

يو کتاب راوړه، يو کتاب واخله، يو کتاب ولوله. په ۱۹۹۵ کې د ملګرو ملتونو تعلیمو ساینس او کلتور ادار (یونیسکو) د عمومي شورا غونډه په فرانس کې وشوه.

د کتاب ورځې لمانځلو موخه په ټولنو کې د کتاب اهميت ته پام اړول دي چې زموږ په ژوند کې کتاب څومره رول لري.

کتاب نه يواځې د انسان يو ښه ملګری دی بلکې د زموږپه علم، هنر او فکري استعداد اوچتوي. که څه هم کتاب لوستل ته زموږ په پښتون افغان ټولنه کې له وخته د کتاب لوستل دومره دود نه درلود خو د انټرنېټ له راتګ سره یې ښايي لوست نور هم کم شوی وي. پخوا چې به يو څوک د شپې ویدېدلو نو وړاندې به یې د کتاب یو څو پاڼې ولوستلې خو اوس ښايي انټرنېټ وکاروي.

يانی د کتاب هغه خوند اوس د انټرنيټ څخه اخلي، نو دغه وجه ده چې د انټرنيټ له راتګ سره د کتاب لوستلو هغه بهير کم شوی دی، د انټرنيټ له کارولو سره انسان د ذهني ستړيا احساس کوي خو د کتاب لوستلو سره دغه احساس بيا نه وي يا هم بيخي کم وي.

زموږ د ټولنې په پرتله په اروپا کې د کتاب لوستلو شوق بېخي ډېر دی دلته په اروپا کې د سواد کچه ډېره لوړه ده خو بيا هم هر ماشوم، زوړ ځوان، ښځه نارينه په کور، کتابتون، بس، رېلګاډي کې د يو کتاب په لوستلو بوخت وي، يوه پنځوس کلنه ښځه چې د اونۍ پينځه ورځې د برلين ښار په يوه کتابتون کې مطالعه کوي، نن مې ترې هسې په خندا کې وپوښتل چې ايا نور کوم کار نلرې؟هغې ويل د کتاب لوستلو څخه بل ښه کار نشته، هغې زياته کړه چې زه په مياشت کې يو کتاب لولم يانې په کال کې لږ تر لږه لس کتابونه لولم. د دغې ښځې په رقم ښايي د هر اروپايي دا حال وي چې کتاب لولي. د اروپايانو له کتاب سره د مينې او له يو بل سره د شريکولو يو بل لنډ مثال دا دی چې د ښارونو په بېلو بېلو برخو کې د ټېلیفون بوتونو په رقم ځانګړي بوتونه لګېدلي وي چې هر څوک ترې کتاب وړي، لولي يې او بيرته يې وروړي او که نور هم کور کوم کتابونه لري نو وروړي يې او په هغه تاخچه کې يې بیرته کېږدي چې نور خلک يې ولولي.

په دغه بوتونو يې څه داسې ليکلي وي: يو کتاب راوړه، يو کتاب واخله، يو کتاب ولوله! که د کتابونو دومره ستر اهميت ته موږ پام وکړو او د کتابونو خپل ليک لوست ته پام وکړو نو په ادب کې خپل هېڅ مقام نه لرو، د محدود موضوعاتو پرته مو هېڅ ليک دود نه دی کړی او په يو محدود فکر کې ګېر او ډوب پاتې شوي يو. د نړی په سلو غوره کتابونو کې يو کتاب هم د پښتو نشته. له دې څخه زموږ د کتابونو د ذوق وړيا اندازه کېدای شي. کتاب د يوې ټولنې د ساينسي، اقتصادي علم او هنر يوه رقم ښیښه ده، نو پکار ده چې په ټولنه کې د کتاب اهميت عام کړل شي.

يو يونانی ډرامه ليکوال يوري پيډاس وايي: کوم ځوانان چې مطالعه ونکړي هغوی له تېر وخته ناخبره او د راتلونکې لپاره مړه پاتې شي، يو کتاب راوړه، يو کتاب واخله او يو کتاب ولوله پکاره ده موږ هم په ځان عملي کړو، ځکه کتاب يو ښه دوست دی او ښه دوست کله هم بده لاره نه ښيي.

XS
SM
MD
LG